BBC
 شاته

د امریکامتحدو ایالتونو یوه ښوونځي کې ډزې کونکی نیول شوی

تلویزیوني رپوټونو کې زده کونکي لیدل کېږي، چې له ښوونځي ایستل کېږي د انځور حقوق EVN
Image caption تلویزیوني رپوټونو کې زده کونکي لیدل کېږي، چې له ښوونځي ایستل کېږي

رپوټونو کې ویل شوي، د امریکا فلوریډا ایالت پارک لنډ سیمې په یوه ښوونځي کې ډزې شوې دي او له پېښې نژدې یو ساعت وروسته ځايي پولیسو وویل، 'بریدګر اوس نیول شوی دی. '

د ښوونځي مشر رابرټ ریونسي وویل، 'پېښه کې زیان هم اوښتی او موږ ګومان کوو، نیول شوی مشکوک کس ښايي د ښوونځي پخوانی زده کونکی دی. '

ځايي پولیسو ویلي، پېښه کې تر اوسه د ۱۴ کسانو ټپي کېدل تایید کړي، خو د روغتیايي حالت په اړه یې څه نه دي ویلي.

بل لور ته د امریکايي رسنیو په رپوټونو کې د ژوبلو کسانو شمېر ۲۰ کسه یاد شوی دی.

د فلوريډا بريدګر ښايي په اعدام سزا محکوم شي

امریکا: د برید ګر ډزو کې پنځه کسان وژل شوي

له پېښې سملاسي وروسته د سیمې پولیسو یوه ټویټر پیغام کې له زده کونکو او ښوونکو وغوښتل چې د پولیس ځواک ور رسېدو تر مهاله ودانۍ کې پټ پاتې شي.

په هغو ویډيويي کلیپونو کې چې په ژوندۍ بڼه خپاره شول، لږ شمېر زدکونکي لیدل کېدل، چې له ودانۍ ایستل کېدل. ایف بي ای چارواکو هم وویل، دوی له ځايي امنیتي ځواکونو سره مرسته کوي.

بل لور ته د سپینې ماڼۍ رسنیز دفتر مرستیاله سیکرتره لنډسې والټرز وايي، ولسمشر ته د پېښې په اړه معلومات ورکړل شوي دي:

''موږ حالت له نژدې څارو او له هغو سره خواخوږي څرګندوو، چې پېښې اغېزمن کړي دي. ''