BBC
 شاته

"له ترهګرو سره د پاکستان اړیکي او اتومي وسلې لوی ګواښ دی"

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption د امریکا استخباراتي ادارې په دې باور دي چې پر پاکستان د امریکا له خوا د فشار د بېساري زیاتېدو سره سره دې هېواد لا هم له ترهګرو سره اړیکی نه دي شلولي .

هندوستان ټایمز

دا ورځپاڼه د امریکا د استخباراتي چارواکو څرګندونو ته پام کوي چې د پاکستان په اړه یې کړي چې وایي، له ترهګرو ډلو سره د دې هیواد اړیکي او د اتومي وسلې لرل یو ګواښ دی. د امریکا استخباراتي ادارې خبرداری ورکوي چې پاکستان لا هم له ترهګرو ډلو سره اړیکي لري او په پاکستان کې مېشتې ترهګرې ډلې بیا په افغانستان او هند کې بریدونه کوي.

د هندوستان ټایمز په لیکنه، دغو ادارو پرون امریکا ته د نړیوالو ګواښونو په اړه رپوټ کې ویلي چې د هند او پاکستان تر منځ اړیکي لا هم کړکیچن دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کنترول پر کرښه تاوتریخوالی رامنځ ته کېدلی شي.

د امریکا استخباراتي ادارې په دې باور دي چې پر پاکستان د امریکا له خوا د فشار د بیساري زیاتېدو سره سره دې هېواد لا هم له ترهګرو سره اړیکی نه دي شلولي .

د امریکا د ملي امنیت د سازمان ریس دن کوتس ویلي چې پاکستان د خپل اتومي ځواک په زیاتوالي سره همداسې د امریکا ګټو ته خطر پېښوي. دې امریکايي چارواکي ویلي، پر پاکستان د امریکا د فشار له زیاتوالي سره دا هېواد چین ته ورنېږدې کېږي.

ګارډین

ګارډين ورځپاڼې خپله مقاله هغو ژباړونکو ته ځانګړې کړې چې په افغانستان کې یې له امریکايي او برتانوي ځواکونو سره کار کاوه او اوس یې ژوند په خطر کې دی ځکه د طالبانو تر ګواښ لاندې دي او برتانیا ویزې نه ورکوي چې دلته راشي او ژوند وکړي.

کابل د امریکا په نوښت د امنیتي غونډې کوربه دی

جنرال باجوه: ځینې ادارې او خلک پاکستان کې ګډوډي غواړي

ګارډين د احمد او مطیع په نوم دوو کسانو سره په یوه مستند فلم کې خبرې کړي چې په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره ژباړونکي وو.

دوی په سربیا کې له نورو سلګونو کډوالو سره دې ته منتظر دي چې هغو اروپایي هېوادونو ته واوړي چې دوی مني او د پاتې کېدو اجازه ورکوي. دوی په سختو شرایطو کې د ژمې په سړه هوا کې د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي او د ژوند شرایط یې خورا سخت دي.

ورځپاڼه لیکي چې برتانیا له کم شمېر ژباړونکو سره چې د دوی له ځواکونو سره یې کار کاوه ویزې ورکړي خو شاوخوا ۲۰۰۰ یې لا هم منتظر دي او برتانیا دوی ته ویزې نه ورکوي. ورځپاڼه دا یو شرموونکی او بې انصافه چلند بولي.

د انځور حقوق AFP
Image caption ښاغلي باجوه ویلي پاکستان نه پرېږدي چې له خاورې یې پر نورو هېوادونو د برید لپاره ګټه واخیستله شي او تمه لري چې نور هېوادونه هم ورته شان چلند وکړي.

۱۳ زره افغان ژباړونکي چې په افغانستان کې یې له امریکايې ځواکونو سره کار کاوه دې هېواد ته د تګ لپاره ویزو ته منتظر دي.

پاکستان آبزرور

دې ورځپاڼې خپله یوه مقاله په کابل کې د پاکستان، قزاقستان، ازبکستان، افغانستان د پوځ لوی درستیزانو او ناټو ځواکونو قوماندانانو کتنې ته ځانګړې کړې او د پاکستان د پوځ مشر قمر باجوه له خولې لیکي چې د سیمه ییزې سولې او ثبات لار له افغانستانه تېرېږي.

د ورځپاڼې په لیکنه، د دې غونډې ګډونوالو هوکړه وکړه چې په سیمه کې د سولییزو هلو ځلو او ثبات ملاتړ وکړي. ښاغلي باجوه ویلي پاکستان نه پرېږدي چې له خاورې یې پر نورو هېوادونو د برید لپاره ګټه واخیستله شي او تمه لري چې نور هېوادونه هم ورته شان چلند وکړي.