BBC
 شاته

د ترهګرۍ مالي ملاتړ ډلو کې د پاکستان ورګډولو هڅه کېږي

پاکستان د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption پاکستان د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ترهګرۍ ضد قانون کې یې په بدلون راوستلو سره په هغو ترهګرو ډلو او سازمانونو بندیزونه لګولي چې د ملګرو ملتونو له خوا د ترهګرو په نوم پيژندل شوي دي.

رویټرز خبري اژانس وايي، امریکا د پیسو سپینولو د څار د یوې ډلې په هغه نوملړ کې د پاکستان د ورګډولو هڅې پیل کړې چې د نړیوالې ترهګرۍ د مالي ملاتړ په تړاو پرې څارنه کېږي.

دغه اژانس د پاکستاني چارواکو له خولې ویلي، چې اسلام اباد د مالي ګام د عملیاتي ځواک په نامه ادارې په دغه نوملړ کې له شاملېدو نه د ځان د ژغورنې لپاره هلې ځلې کوي، ځکه چې دغه کار یې د هېواد اقتصاد زیانمنولی شي.

امریکا د افغان طالبانو په ګډون وسله والو ډلو سره د پاکستان د ادعا شوي ملاتړ په تړاو دغه هېواد ته په دې وروستیو کې په وار وار ګواښنې کړې او د نژدې دوو میلیاردو ډالرو مرسته یې هم ورسره ځنډولې ده.

د مالي ګام عملیاتي ځواک دغړو هېوادونو غونډه را روانه اوونۍ په پاریس کې کېږي چې پر پاکستان به د ګامونو پر پلي کولو بحث وکړي. دا ډله په پاریس کې ده او د دولتونو ګډ ګروپ دی چې د ناروا او تورو مالي سرچینو پر ضد ګامونه اخلي.

د پاکستان د مالیې سرپرست وزیر مفتاح اسماعیل رویټرز خبري اژانس ته ویلي، امریکا او برتانیا څو اونۍ وړاندې د دې ګام پورته کولو وړاندیز کړی خو وروسته یې فرانسه او جرمني هم قانع کړي چې ورسره یو ځای شي.

پاکستان د ترهګرو ډلو لپاره قانون سخت کړ

ایکسپرېس ټریبیون: پاکستان ترهګري د بهرنۍ تګلارې وسیلې په توګه کاروي

''پاکستان پوځ ترهګرۍ ضد جګړه د پېسو لپاره نه کوي''

پاکستان له ۲۰۱۲ نه تر ۲۰۱۵م کلونو پورې د مالي ګام عملیاتي ځواک د غړو هېوادونو تر څار لاندې نوملړ کې و، خو دې ډلې خبرداری ورکړی که پاکستان ترهګرو ډلو ته د پيسو رسولو مخه ونه نیسي بېرته به یې په دې نوملړ کې شامل کړي.

بهرنۍ پانګونه

پاکستاني چارواکي او لوېديځوال ډیپلوماتان وايي په دې نوملړ کې د پاکستان شاملول به د پاکستان اقتصاد ته لوی ګوزار وي ځکه بهرني شرکتونه او پانګوال به په سختۍ وکولی شي په دې هېواد کې بهرنۍ پانګونه وکړي.

په پاکستان کې یو پخوانی ترهګرۍ ضد کارپوه خواجه خالد فاروق رویټرز خبري اژانس ته ویلي، که هر هېواد د ترهګرو په څار نوملړ کې شاملېږي، پر اقتصاد یې لوی او بد ګوزار کېږي.

پاکستاني چارواکي دا ویره هم لري چې په دې سره به پاکستان نه شي کولۍ له نړیوالو مالي موسسو او مالي مارکېټونو پورونه تر لاسه کړي.

یوه امریکايي لوړ پوړي چارواکي چې په سیمه کې د امریکا تګلاره څاري ویلي، پاکستان تل د هغو ترهګرو په اړه چې خاوره یې د بریدونو لپاره کاروي توپیر کوي.

نوموړي زیاته کړه چې له خپلو متحدینو سره په دې کار کوي چې د حقاني شبکې او طالب ځینو غړو پر وړاندې چې په پاکستان کې فعال دي، ځيږه ګامونه واخلي.

د امریکا متحد ایالتونه غواړي له پاکستان سره نور هم ځیږ چلند خپل کړي ځکه د واشنګټن په باور اسلام اباد د ادعاوو له مخې له اسلامپالو اورپکو سره اړیکي لري او تېره میاشت ولسمشر ترمپ د دوه میلیاردو ډالرو په ارزښت مرستې پرې وځنډولې.

اسلام اباد په افغانستان او هند کې له اورپکو سره اړیکي ردوي او د امریکا دغو ګامونو ته یې غوسه ناک غبرګون وښود.

پاکستان د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ترهګرۍ ضد قانون کې یې په بدلون راوستلو سره په هغو ترهګرو ډلو او سازمانونو بندیزونه لګولي چې د ملګرو ملتونو له خوا د ترهګرو په نوم پيژندل شوي دي.