BBC
 شاته

نجونې مینې که ګنهګارې؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ‎د معشوقو او مینو یادولو د هنر او ادبیاتو نړۍ ژوندۍ او رنګینه ساتلې، خو داسې ښکاري چې رښتوني ژوند کې یې د ‌‌‌‌‌‌ډېرو ښځو زندګي بې خونده کړې.

د فبروري ۱۴مه د مینانو ورځ ده.

کابو ټوله نړۍ به یې لمانځي.

د نجونو څڼې به د ګلابو وږم ورټولوي، او نارینه به په غرور د سترګو له کونجو مینې څاري.

د کابل کوڅو ته هم سره او سپين ګلان را کوچېدلي. پوکڼۍ باد نڅوي، او تاسره مینه لرم کلیمې یې په ټټر ور لیکل شوي.

مینه داسې ده لکه ساه. ژوند کې له هر ژوندي موجود یا موجودې راچاپېره ده.

د مینې له برکته د ‌‌‌‌‌‌ډېرو نورو برخو تر څنګ ادبیات او هنر ژوندي او رنګین دي. له فکلور نیولي بیا تر فلمونو یو نه یو څه یې مینې ته ویلي وي.

یو نیم وخت فکر کوې چې د دوی اصلي محور نجلۍ، معشوقه یا مینه ده. مثلا دا لاندې لنډۍ در واخلئ.

مینه یم منکره نه یم

که شینکی خال مې د چړو په څوکو ځینه

‎دا یوه لنډۍ نه ده چې د پښتنې مینه پکې چغارې وهي. په لسګونو داسې نورې شته چې په زغرده د مینتوب نارې وهي. ‎بې ‌‌‌‌‌له کومې ویرې خپل احساسات د ټولو مخته غوړوي. ‎خو ایا د دې ښځو دا احساسات یوازې لنډیو او هنري اثارو کې دي، که رښتوني ژوند کې هم کیسه دومره اسانه ده؟

د انځور حقوق Getty Images

ښايي ‌‌‌‌‌‌ډېرو ته لومړی څه چې د مینې له کلیمې سره وریادېږي بدنامي وي. په ځانګړې ‌‌‌‌‌‌ډول ښځو ته، چې له همدې ویرې خپل احساسات زندۍ کوي. زړه نه کوي د نر غوندې یې بې له ‌‌‌‌‌‌ډاره ووايي. یوې راته کیسه کړه:

"مینه وم، داسې مینه چې هر شپه مې په خوب لیده. خبرې مې مخامخ نه ورته کولې، خو خوب کې هېڅ داسې څه نه و چې ترې پټ مې وای. شپږ کاله مې سترګې تورې نه کړې. د شونډو د رنګ سر مې خلاص نه کړ. د نوکان رنګ مې را وانه خیست. خو دی مې هم خپل نه کړ، او تر پایه مې له لیونۍ مینې خبر هم نه شو. زه مې له وروره ‌‌‌‌‌‌ډارېدم، هغه په یوه باور پوهنتون ته لیږلم. ما ګومان وکړ دا به هغه ته خیانت وي. دا چې لوستې وم، خلک موقع پسې ګرځېدل چې بدنامه مې کړي. ما نه غوښتل د خبرو پلمه ورکړم. خو اوس پيښمانه یم"

یوې بلې چې نوم یې نه غوښتل خپور شي راته کیسه کړه. ښايي له دیرشو یې عمر ‌‌‌‌‌‌ډېر و. د تور کمیس لمن یې کوت وه. پړونی یې په پېڅکه و. راته یې وویل چې مین ته یې کورنۍ ور نه کړه. او بل ریبار نه لري. ویل یې، خلک فکر کوي دومره پاکلمنې نه یم چې څوک دې ژوند راسره وکړي.

د انځور حقوق WAKIL KOHSAR
Image caption ځینې ښځې لا هم شته چې د مینې په تور رنګېدلی کمیس په هسکه غاړه وړي. سره له ټولو کړاوونو او د بدنامېدو له ویرې د مینتوب له احساس نه ‌‌‌‌‌‌ډارېږي.

‎د معشوقو او مینو یادولو د هنر او ادبیاتو نړۍ ژوندۍ او رنګینه ساتلې، خو داسې ښکاري چې رښتوني ژوند کې یې د ‌‌‌‌‌‌ډېرو ښځو زندګي بې خونده کړې او د مینې په تور رنګېدلي کمیس کې یې زړه تنګ شوی.

خو د خلکو نظرڅه دی؟ ایا یوازې ښځه په مینتوب ګنهګاره ده؟

د نارینه لپاره معیار څه دی؟ ایا هغه هم په عاشقۍ پړ بلل کېږي که نه؟

‎دوی کې یې یوې راته وویل: ‎

"د نارینه لمن اوږده ده. هغه بدنامي نه لري". ‎

بلې یې ویل: ‎

"نارینه په داسې اړیکې ویاړي، موږ یوو چې راته عیب دی. ان د پت په نوم د ښځې وژل خو ‌‌‌‌‌‌ډېرو ته عادي او پر ځای کار دی"

خبره یې پر ځای وه. دا څو ورځې وړاندې هم همداسې یو خبر بي بي سي پښتو ویبپاڼې خپور و.

داسې ښکاري چې په دې احساساتو او اړیکه کې یو لوری له بله ‌‌‌‌‌‌ډېر تاواني دی. سړي ته ویاړ او غرور دی خو ښځې باید دا احساسات څرکند نه کړي. که نه نو د شخصیت خواږه به یې وزبیښل شي.

د انځور حقوق Getty Images

په عام ژوند کې خو دا هم نه شته چې ښځه دې لومړی د مینې اظهار وکړي. د داسې اړیکو تار باید لومړی نارینه را وسپړي. که ښځې غږ وکړ ښايي مین یې په غرور لا شکمن شي.

خو تل هم ښايي داسې نه وي.

ځینې ښځې لا هم شته چې د مینې په تور رنګېدلی کمیس په هسکه غاړه وړي. سره له ټولو کړاوونو او د بدنامېدو له ویرې د مینتوب له احساس نه ‌‌‌‌‌‌ډارېږي. په غرور دا اړیکه پالي، او د خلکو په ازغنو نظرونو سترګې پټوي.

یوې یې راته وویل:

"کلونه خو دوه وشول، خو سودا مې د ټول عمر کړې. زما د ملګرو دا اړیکه نه خوښېده، هر څه یې چې زړه و وې ویل او وې کړل. په دې هم پوهیږم که مور مې خبره شي ټوټې ټوټې به مې کړي. وايي به بې عزته دې کړو. د کورنۍ نوم دې بد کړ. خو مینه ارزي چې هر څه ورته وزغمې. مینه داسې نه ده چې ته ووايي ورته تیاره یې. یا وخت ورته وټاکې. مینه پېښيږي. هغه داسې یو څه دي چې ته یې احساسوې. او دا احساسات دې روح ته ننوځي. هغه وخت په دې فکر نه کوې چې ته څوک یې؟ چیرې یې؟ څرنګ یې؟ یوازینی څه چې احساسوې مینه ده. مینه ده چې اعتبار او درناوی شته. او همدا مینه، سره له دې چې د خلکو خولې درپسې را اړوي، د خوندیتوب، غرور، او ښه والي احساس درکوي"

که څه هم د ادب، هنر، او د مینې د نړۍ غوندې د مینانو ورځ په نجونو رنګینه ده، خو دوی ‌‌‌‌‌‌ډېر وخت د دې احساس په لرلو ځپل شوي.

هغه لنډۍ رایاده شوه چې:

سترګې خو هر چا تورولې

په دې ميرات کلي کې زه وشرمېدمه