BBC
 شاته

د ایوډین لږوالی څومره زیان درته رسوي؟

ډېرو هغو خوړو کې چې د روغتیا لپاره ګټور بلل کېږي د ایوډین کچه ټیټه ده او دا د مېندوارو مېرمنو په بدن کې د ایوډین لږوالي سبب کېږي. د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډېرو هغو خوړو کې چې د روغتیا لپاره ګټور بلل کېږي د ایوډین کچه ټیټه ده او دا د مېندوارو مېرمنو په بدن کې د ایوډین لږوالي سبب کېږي.

ایوډین د انساني روغتیا لپاره ډېر مهم بلل کېږي، خو معمولاً یې خورا لږ خلک پر اهمیت پوهېږي. دا د تایرایډ هارمونز یوه برخه ده، چې زموږ میټابولیزم پیاوړی کوي. له ایوډین پرته موږ له سختو روغتیايي ستونزو سره لاس او ګرېوان کېدای شو.

بل لور ته یو حقیقت دا دی، چې ډېر په دې نه پوهېږي چې موږ څومره ایوډین ته اړتیا لرو او ایوډین له کومه زموږ بدن ته راځي.

د انځور حقوق Getty Images

د برتانیا سرې پوهنتون کې د غذايي درملو پروفیسره مارګریټ رې مین وايي، ډېرو هغو خوړو کې چې د روغتیا لپاره ګټور بلل کېږي د ایوډین کچه ټیټه ده او دا د مېندوارو مېرمنو په بدن کې د ایوډین لږوالي سبب کېږي.

موږ ایوډین ته څه اړتیا لرو؟

ایوډین د تهاراییډ هارمونونو یوه برخه ده، چې د میټابولیزم غښتلي کولو کې رول لري، دغه راز د دماغ ودې لپاره خورا مهم دي او په ځانګړي توګه د مور په رحم کې د شته ماشوم ودې لپاره ډېر مهم بلل کېږي.

د انځور حقوق Getty Images

پروفیسر رې مین وايي، د نړۍ ډېرې هغه ناروغۍ چې درملنه یې شونې ده، د ایوډین لږوالي له کبله رامنځته کېږي. هغه وايي:

''که مېنداورې مېرمنې کافي ایوډین و نه لري، کېدای شي ماشومان یې په زدکړه کې کمزوري شي، یا داسې هم کېدای شي چې د ماشومانو وجود کې یې تاراییډ هارمون لږ شي (دا په تاریخي توګه د عقل موروثي زوال چې د زېږد پر مهال د تهاراییډ لږوالي له کبله رامنځته کېږي) لامل بلل کېږي. ''

د خوړو خطرونه

ښايي زموږ نړۍ کې د ایوډین تر ټولو ښه سرچینه سپین کبان دي او له دې وروسته هګۍ راځي. د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونو په مالګه کې ایوډین شامل کړي دي. د برتانیا په شمول یو شمېر هېوادونو کې خلک له شېدو او نورو لبنیاتو ایوډین تر لاسه کوي، خو دې سره هم د نړۍ ډېرو صنعتي هېوادونو کې د ایوډین نشتوالی یوه ستونزه ده، چې د ماهرینو په وینا لامل یې د ایوډین لرونکو خوړو لږوالی نه دی، بلکې سبب یې دا دی، چې خلک دغه ډول خواړه نه خوري.

پروفیسر رې مین په نویمه لسیزه کې له ډاکټرې ساره بات سره په شریکه لندن کې د ۱۴۰۰۰ مېندوارو مېرمنو طبي بېلګې معاینه کړې او ډاکټرې بات وايي دې پایلې ته رسېدلې، چې د هغو مېرمنو ماشومان چې میندې یې د ایوډین لږوالي سره مخامخ وي، تر اته کلنۍ پورې د خبرو کولو کې له ستونزو سره مخامخ وو، خو په نهه کلنۍ کې یې د سم لیک لوست وړتیا ډېره وه.

ایوډین له کومه راځي او موږ څومره ایوډین ته اړتیا لرو؟

د انځور حقوق GETTY/EUGENETOMEEV
Image caption لبنیات هم د ایوډین تر لاسه کولو یوه سرچینه ده

سمندرونه د ایوډین پیدا کولو تر ټولو لویه سرچینه ده، هغه خلک چې سمندورنو ته نژدې ژوند کوي، له بارانه وروسته د بوټیو او حیواناتو له لارې ایوډین تر لاسه کوي، خو د هغو سیمو اوسېدونکو لپاره د ایوډین تر لاسه کول یوه ستونزه وي، چې باران نه پرې اوري.

د غرنیو سیمو اوسېدونکي هم له دغې ستونزې سره لاس او ګریوان کېږي، چې د افغانستان، پاکستان، مرکزي اسیا روسیې، ایټالیا او افریقا غرنیو سیمو اوسېدونکي هم په کې شامل دي. ماهرین وايي، یوه ښځه هره ورځ ۱۵۰ یو جي او یو نارینه هره ورځ ۳۰۰ یو جي ایوډین ته اړتیا لري.