لوی ښارونه چې د اوبو له کمښت سره مخ دي
د سوېلي افریقا کیپ ټاون د نړۍ لومړنی لوی ښار دی چې دا مهال د څښاک اوبو له کمي سره مخ دی.
دا هغه مسله ده چې له یوې مودې راهیسې د کارپوهانو پام ور اوښتی.
په ښکاره خو اوبو د نړۍ ۷۰ سلنه برخه نیولې ده، خو درې سلنه یې د څښلو دي، چې د وګړو ډېرېدلو، ککړتیا او نورو سببونو له امله کمې دي.
نړۍ کې لږ تر لږه یو میلیارد کسان د اوبو له کمښت سره مخ دي.
دوه اشاریه اوه میلیارده کسان هم په کال کې نږې یوه میاشت د اوبو له کمي سره مخ وي.
* د کابل اوبه؛ نورې د څښاک نه دي
* تېزابي اوبه ټول سمندري ژوي ګواښي
پر ۲۰۱۴ کال د نړۍ د پنځو سوو سترو ښارونو سروې کې معلومه شوه چې هرو څلورو کې یو ښار د اوبو له فشار سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې دا داسې حالت دی چې د اوبو کلنۍ اندازه په کس له۱۷۰۰ مکعب متره( ۱۷ لکه لېتره) کمېږي.
ملګري ملتونه اټکلوي چې پر ۲۰۳۰ کال به نړۍ کې د تازه اوبو غوښتنه تر ۴۰ سلنې ډېره شي، وجه یې هم چاپېریالي بدلون، د وګړو ډېرېدل او د انساني چلند بدلېدل دي.
لاندې د نړۍ شپږ داسې مهم ښارونه دي چې ویل کېږي د کیپ ټاون په څېر د اوبو د کمښت له خطرې سره مخ دي.
بنګلور
د هند دا ښار چې د ټیکنالوجۍ په مرکز بدل شو، وګړي یې هم ډېر زیات شول، له امله یې د اوبو د تیارولو او د ځمکینو اوبو نظام هم اغېزمن شو.
بل دا چې د دې ښار د اوبو لېږدولو نظام دومره خراب شو، چې د ځايي حکومت په خبره، نیمې پاکې اوبه خرابېږي.
یواځې دا نه ده بلکې کومې اوبه چې تر کورنو رسېږي هغه هم ککړېږي.
بېجینګ
نړیوال بانک د اوبو کمښت دې ته وايي، چې په کس د پاکو اوبو اندازه په کال کې له لس لکو لېترو کمه وي.
پر ۲۰۱۴ کال د بېجینګ له شل میلیونو ډېرو خلکو په کال کې یواځې یو لک ۴۵ زره لېتره اوبه درلودې.
* تږی ښار
چین کې هم په ټولیز ډول د اوبو د کمښت ستونزه شته، هلته د نړۍ د ټولو وګړو ۲۰ سلنه اوسېږي، خو ځمکه یې یواځې اوه سلنه پاکې اوبه لري.
ککړتیا بله مسله ده، د ۲۰۱۵ کال د حکومتي شمېرو له مخې د بېجینګ ۴۰ سلنه اوبه دومره چټلې دي چې څښل یې پرېږده ان د کرنې او صنعت لپاره هم کارېدلی نشي.
قاهره
د قاهره ښار منځ کې بهاند نیل سیند له زرګونو ګلونو راهیسې مدنیتونه خړوب کړي، خو اوس دا ستر سیند له سخت دباو سره مخ دی.
نیل د مصر د پاکو اوبو ۹۷ سلنه برخه برابروي، خو اوس د استوګنې او کرنې له چټلیو ککړ روان دی.
د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې مصر کې د ککړو اوبو له امله له پیدا شویو ناروغیو ډېر کسان مړه کېږي او پر ۲۰۲۵ کال هلته د اوبو د سخت کمښت وېره شته.
مسکو
روس کې په ټولیز ډول د تازه اوبو ډېرې لویې زېرمې شته، خو د شوروي اتحاد پر مهال د کرنې د پراختیا له امله دا اوبه هم له ککړتیا سره مخ دي.
د مسکو ۷۰ سلنه اوبه د ځمکې له مخ ترلاسه کېږي، چې ډېر اسانه خرابېږي.
ځايي ادارې مني چې د هېواد له ۳۵ تر ۶۰ سلنه اوبه یې د روغتیا خوندیتوبو له غوښتنو سره برابرې نه دي.
استانبول
د ځايي شمېرو له مخې ترکیه په ټولیز ډول د اوبو له کمښت سره مخ ده.
کارپوهان وايي، تر ۲۰۳۰ کال به دا ستونزه سخته شي.
* له جل وهلو ځان څنګه ساتلی شئ؟
* د پاکستان بلوچستان کې د اوبو کمی د کبانو تباهي
وروستیو میاشتو کې د لس میلیونه او څلور لکو وګړو ښار استانبول کې اوبه کمې شوې دي.
د ښار د اوبو زېرمې له ۳۰ سلنه کمښت سره مخ شوې دي.
لندن
ډېرو خلکو ته به حیرانوونکې وي چې لندن د اوبو برابرولو له امله له فشار سره مخ دی.
په ټولیز ډول ویل کېږي چې هلته ډېر باران کېږي، خو په اصل کې د لندن د ورښت اندازه له پاریس او نیویارک کمه ده او ۸۰ سلنه اوبه یې له سیندونو ترلاسه کېږي.
د لوی لندن چارواکي وايي، تر ۲۰۲۵ کال به ښار کې د اوبو کمښت پیل شي او دا ستونزه به تر ۲۰۴۰ کال سخته بڼه غوره کړي.
داسې ښکاري چې لندن کې ډېر ژر د ربړ پایپونو پر کارولو بندیز ولګېږي.