د پاکستان تاریخ کې اول ځل لوی څارنوال جرمانه شو
د پاکستان لوی قاضي د دغه هېواد لوی څارنوال اشتر اوصاف محکمې ته د نه تللو له امله شل زره روپۍ جرمانه کړ.
له نوموړي یې غوښتي چې دا جرمانه له خپل جیب پرې کړي.
د پاکستان تاریخ کې دا اول ځل دی چې محکمې ته د نه تللو له امله یو واکمن لوی څارنوال جریمه کېږي.
له دې مخکې یو شمېر وکیلان محکمې ته د نه حاضرېدو له امله جرمانه شوي وو.
د لوی قاضي(قاضي القضات) ثاقب نثار په مشرۍ د سترې محکمې پنځه کسیز پلاوي د پارلماني غړو د نااهلۍ د وخت اړوند غوښتنې اورېدلې.
په دې ناسته کې د لوی څارنوال استازي وقار رانا د اشتر اوصاف په ځای دلایل ویل.
کله چې د پلاوي مشر د لوی څارنوال پوښتنه وکړه، نو ورته وویل شول چې لاهور کې دی او محکمې ته را تلی نه شي.
محکمې لس زره روپۍ جرمانه کړه، خو د هغه د ځایناستي په غوښتنه لوی قاضي دا حکم واخیست او د مازیګر څلورو بجو ته یې د لوی څارنوال د حاضرېدو غوښتنه وکړه.
ټاکلي وخت ته اشتر اوصاف ونه رسېد او له امله یې لوی قاضي په تازه حکم کې نوموړی شل زره روپۍ جرمانه کړ.