د باچاخان له مړينې ۳۰ کاله وروسته د عدم تشدد نظريه څومره عامه پاتې ده؟
سږکال د پښتنو د یوه وتلي او په نړیواله کچه اوڅار مشر خان عبدالغفار خان د مړینې دېرش کاله پوره شول.
دی چې په فخر افغان او باچاخان هم پېژندل کېده، د عدم تشدد پر نظر ولاړ د خدایي خدمتګارانو غورځنګ رامنځ يې کړ چې د پښتنو په سیاسي او ټولنیز ژوندانه کې یې ژور بدلونونه راوستل.
د اسلام آباد د قائد اعظم پوهنتون استاد ډاکټر سید وقار علي شاه د باچا خان او د هغه پر نظریو او غورځنګ لیکنې او څېړنې کړې دي.
زموږ همکار داود اعظمي له هغه نه په یوه مرکه کې لومړی پوښتلي چې د باچا خان تر مړینې درې لسیزې وروسته د هغه د عدم تشدد تګلاره او نظریه څومره عامه پاته ده؟