شاته

دانش: د ټاکنیزو حوزو 'یو څوکۍ کیدل' حقوقي ستونزې لري

په داسې حال کې چې د ټاکنو د قانون نوې طرح دوه ورځې مخکې د کابینې د غړو په وړاندیز او د نړیوالو نورمونو پر بنسټ له ارزونې وروسته په پرنسیپ کې د افغانستان د کابینې له خوا تائید شوه، خو اوس د ولسمشر غني دویم مرستیال سرور دانش، چې د دغې طرحې د سمون مسؤلیت لري وايي، په ټاکنیزو حوزو کې د یوې څوکۍ وړاندیز حقوقي ستونزې لري.

د ولسمشر غني د دویم مرستیال له دفتر څخه په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې د ښاغلي دانش له قوله ویل شوي، که څه هم ټاکنیزو حوزو کې د یوې څوکۍ وړاندیز خپلې ګټې لري، خو د افغانستان شرایطو ته په کتو دغه وړاندیز له حقوقي او تخنیکي پلوه او په همدې توګه په عملي ډګر کې له خنډ سره مخ دی.

د ولسمشر دویم مرستیال ویلي "که چیرې دا طرح وروستۍ او تائید شي، په اړه یې اندېښنې شته چې د هیواد په ټاکنو کې به زیاتې ستونزې رامخې ته شي".

ټاکنیزو حوزو کې د یوې څوکۍ وړاندیز په حقیقت کې د ټاکنیزې حوزې د محدود کېدو لپاره شوی دی. په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې د رایې ورکوونکو لپاره ټول افغانستان یوه ټاکنیزه حوزه او د پارلماني او ولایتي شوراګانو ټاکنو لپاره هر ولایت یوه ټاکنیزه حوزه شمیرل کیده.

اوس په نوې طرح کې ټاکنیزو حوزو کې د یوې څوکۍ وړاندیز شوی، چې له مخې به یې هر ولایت د نفوس پر بنسټ په حوزو ویشل کېږي او د هرې حوزې وګړي یوازې د خپلې حوزې نوماند ته د رایې ورکولو حق ولري.

له ټاکنو څخه د څار یو شمیر بنسټونه هم په نوې طرح کې ځینې وړاندیزونه عملي نه ګڼي.

د افغانستان له ټاکنو څخه د څار بنسټ رئیس جانداد سپین غر امریکا غږ ته وویل، ټاکنیزو حوزو کې د یوې څوکۍ وړاندیز په اوس وخت کې د عملي کیدو وړ نه دی.

هغه وویل "دا پروسه ډیره پیچلې کوي او اوسنی کمیسیون په اوسنیو شرایطو کې د دې د تطبیق ظرفیت نه لري او ډیرې بودیجې ته اړتیا لري".

دغه راز ښاغلي سپین غر وویل، په دې سیستم کې به پارلمان ته د عادي نوماندانو د بریالي کیدو مخه ونیول شي او هغه نوماندان چې پر وینا یې، زورور او جنګسالاران دي او په خپلو حوزو کې حاکميت لري هغوی به په آسانه پارلمان ته لار پیدا کړي.

د ښاغلي سپین غر پر وینا که څه هم د ټاکنو د قانون نوې طرح د افغانستان لپاره مناسبه نه ده، خو ټینګار یې وکړ چې په ټاکنیزو کمیسیونونو کې د کمیشنرانو بدلون او د ټاکنو د مدیریت لپاره د یوې پیاوړې ادارې جوړول به د دغې طرح په عملي کولو کې مرسته وکړي.

په همدې حال کې تیره ورځ اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د ټاکنو د قانون نوې طرحې تائیدېدل د ټاکنیز نظام په اصلاحاتو کې یو مثبت ګام وباله او وې ویل چې دا به د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته لار پرانیزي.

د ټاکنو د قانون نوې طرح په داسې حال کې د کابینې له خوا تائید شوې، چې شاوخوا دوه میاشتې مخکې د افغانستان ولسي جرګې د ټاکنو او د ټاکنیزو بنسټونو د تشکیل، دندو او صلاحیتونو په اړه د ولسمشر غني دویم تقنیني فرمان رد کړ.