BBC
 شاته

بندیز د برکیني پلور '۲۰۰ سلنه' ډېر کړ

Image copyright Getty
Image caption د فرانسې په ډېرو ښارونو کې په دې لباس ځکه بندیز لګول شوی چې د سیکولرېزم قانو خلاف یې بولي.

اسټرالیایۍ مېرمن چې د 'برکینې' په نوم لباس یې جوړ کړی وايي، په فرانسه کې د ټول بدن د پټولو لپاره پر اسلامي جامو له بندیز وروسته یې د توکي پلور ډېر شوی دی.

برکیني چې د "برقه" او "بیکیني" له نوم ترکیب شوی، یوازې مخ، لاسونه او پښې ترې ښکاري نور ټول بدن پکې پټ وي.

اهده زینتي چې برکیني یا برقیني یې د سوداګرۍ نښه ده، وايي پرلیکه یا انټرنېټ له لارې یې د جامو پلور ۲۰۰٪ ډېر شوی دی.

د سیډني اوسېدونکې دا ۴۸ کلنه مېرمن وايي، دا لباس د ازادۍ او روغ اوسېدلو نښه ده – نه د ظلم او ستم.

"زه د دې خاورې بچۍ یم، زه ټول ژوند دلته وم."

"زه د حجاب په مطلب پوهېږم، زه پوهېږم چې پړونی څه ته وايي، زه پوهېږم چې اسلام څه ته وايي، زه پوهېږم چې زه څوک یم."

Image copyright Getty
Image copyright AFP

د کنز ښاروال 'اصول'

  • "سمندرغاړې ته تلل او لامبو وهل هر هغه چا ته منع دي چې نامناسبې جامې اغوندي هغه چې ښو اخلاقو او سیکولرېزم ته پکې درناوی نه وي."
  • "د سمندرغاړې جامې چې مذهبي تړاو تر ډېره څرګندونوي - په فرانسه او عبادتځیو کې چې دمګړۍ د ترهګریزو بریدونو هدف دي- د عامه نظم د ګډوډولو لپاره د خطر پیدا کولو نښه بلل کیږي."
  • "سرغړوونکي تر ۳۳ پونډو پورې جریمه کېږي."
  • "دا بندیز د ۲۰۱۶ کال د اګسټ تر ۳۱ روان دی."
Image copyright Getty
Image caption د لباس جوړوونکې وایي، موخه یې دا وه چې مسلمانې مېرمنې د اسټرالیا په سمندرغاړه کې له ژوند برخمنې اوسي.

مېرمن زینتي وايي، د دې جامو د جوړولو یو هدف یې دا و چې مسلمانې مېرمنې د اسټرالیا په سمندرغاړې ژوند کې برخه ولري:

''غوښتل مې لوڼې مې داسې لویې شي چې د غوراوي ازادي ولري. ''

"دا راته مهمه نه ده چي دوی بیکني غواړي که نه، دا د دوی خوښه ده."

"په ټوله نړۍ کې هېڅ یو نارینه هم موږ ته دا نه شي ویلی چې څه واغوندو او څه وا نه غوندو."

هغه وايي، د بیکني جوړولو الهام یې له هغه رپوټ اخیستی چې د اسلام د ودې د مخنیوي لپاره د فرانسې په ښوونځیو کې پر پړوني بندیز ولګېد.

چارواکو د فرانسې په څو ښارونو کې پر جامو ځکه بندیز لګولی چې وايي، د سیکولرېزم قانون ننګوي.

په فرانسه کې د اسلامي توندلارو له خوا له څو مرګونو بریدونو وروسته دا بحث هم حساس شو.

Image copyright Getty