BBC
 شاته

نیویارک ټایمز: د نبیل افشا شویو اسنادو ته څوک ځواب نه وايي

Image caption په بل ليک کې چې په ٢٠١٤ م کال کې ليکل شوى، د پاکستان په يوې لېرې پرتې شمالي سيمې کې طالب قومندانانو لپاره د کورونو او گاډو د ورکړې خبره شوې ده.

نيويارک ټايمز:

نيويارک ټايمز په خپله نننۍ گڼه کې د افغانستان د استخباراتو پخواني مشر رحمت الله نبيل له لوري د يو شمېر اسنادو خپرېدا ته اشاره کړې، چې په ٢٠١٤ او ٢٠١٥ م کلونو کې طالبانو او حقاني ډلې سره ظاهراً د پاکستان مرستې څرگندوي.

ورځپاڼه وايي د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت او د پوځ رسنيزې څانکې په دې تړاو غبرگون ښوولو لپاره ليکلو او ټيليفوني غوښتنو ته ځوابونه ونه ويل.

د نيويارک ټايمز په وينا افغان حکومت او د افغانستان ملي امنيت ادارې ته هم لاس رسى نه کېده چې د دغو اسنادو په تړاو څرگندونې وکړي.

په خپرو شويو ليکونو کې د يوۀ (چې په پېښور کې د پوځي استخباراتو د يوې څانکې له لوري لېږل شوى) سرليک وايي "افغان طالبانو او مشرانو لپاره يې د خوندي کورونو او ملاتړ برابرول"

په بل ليک کې چې په ٢٠١٤ م کال کې ليکل شوى، د پاکستان په يوې لېرې پرتې شمالي سيمې کې طالب قومندانانو لپاره د کورونو او گاډو د ورکړې خبره شوې ده.

يو بل ليک بيا د حقاني د ډلې او غړو په تړاو يې د تازه مالوماتو غوښتنه کوي. د ورځپاڼې په وينا ښاغلي نبيل داسې يو ليک هم خپور کړى چې په کې راغلي د کابل پر هوايي ډگر بريد له امله دې د حقاني ډلې ته ٢٤٠٠٠ ډالر ورکړل شي.

خو پاکستان تل دغه راز تورونه رد کړي دي.

واشنگټن پوست:

د افغان چارواکو دا وينا چې وايي له طالبانو سره د سولې د بهير بيا را ژوندي کولو پلان نه لري، د واشنگټن پوست د نننۍ گڼې يو سرليک جوړ کړى.

ورځپاڼه وايي د افغان چارواکو دغه وينا د هغه څه له امله د کابل حکومت ناهيلي څرگندوي چې د سولې بهير پيلولو په برخه کې يې د پاکستان نيم زړې هڅه بولي.

د ورځپاڼې په وينا دا څرگندونې د دواړو گاونډيانو تر منځ د لا ويش په مانا هم کېداى شي.

يوۀ حکومتي وياند جاويد فيصل ورځپاڼې ته ويلي چې پاکستان د خپلې ژمنې په پوره کولو کې پاته راغى.

نوموړي راتلونکې کې د سولې په خبرو اترو کې د افغان حکومت د گډون شونتيا نه ده رد کړې خو شرط يې دا ښوولى چې امريکا او چين د اغېزمنو پايلو تضمين وکړي.

اکسپرېس ټريبيون:

Image copyright AP

دغه پاکستان چاپه ورځپانه وايي په اسلام آباد کې افغان سفير ډاکټر عمر زاخيلوال ادعا کړې عمر منصور چې په پېښور کې پر يوۀ ښوونځي د بريد اصلي سمبالوونکى بلل کېده د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په حکم په نښه شوى.

پرفېسبوک خپرې کړې يوې ويناپاڼې کې ښاغلي زاخيلوال ويلي دا کړنه د دغه حقيقت عملي ثبوت دى چې افغانستان ترهگرو ته د ستراتېژيکې شتمنۍ په سترگه نه گوري، او پرته له کوم توپيره پرې بريد کوي.

هندوستان ټايمز:

هندوستان ټايمز وايي د باليوود فلمي صنعت وتلي ستوري سلمان خان وروستي فلم "سلطان" په تېرو اتو ورځو کې څه د پاسه ٢١٩ کروره هندي روپۍ گټلي او ښايي ريکاډونه مات کړي.

Image copyright AFP

تر اوسه د هندي سينما تر ټولو ډېر پيسې گټونکى فلم "پي کې" دى چې ٣٤٠ کروره هندي روپي يې گټلي خو دغه فلم چې په کې وتلى ستورى عامر خان لوبېدلى دا پيسې يې د څو اوونيو په اوږدو کې گټلي، او د سلطان فلم اوسنيو ترلاسنو ته په پام سره ښايي ټول دغه ريکاډونه مات شي.