BBC
 شاته

د کورنیو چارو وزیر: پر انټرکانټیننټل هوټل بریدګرو سره دننه کسانو مرسته کړې

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
کابل کې پر انټرکانټيننټل هوټل بريد

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس برمک بي بي سي سره مرکه کې ویلي، پر انټرکانټیننټل هوټل بریدګرو سره "هرو مرو" دننه خوا څخه مرسته شوې. ده همدارنګه یوه شخصي شرکت ته د کابل انټرکانټیننټل هوټل امنیتي چارې سپارل، "یوه اشتباه وبلله."

تېره شپه شپږو بریدګرو پر انټرکانټیننټل هوټل وسله وال برید ترسره کړ چې د یوې بهرنۍ په ګډون پنځه کسان پکې ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول.

له دوو اونیو راهیسې د انټرکانټیننټل هوټل د امنیت چارې یوه خصوصي شرکت ته سپارل شوې وې. انټر کانټیننټل دولتي هوټل دی نو ځکه د ښاغلي برمک په وینا دا یوه تېروتنه وه.

د کورنیو چارو وزیر وايي، تر هغه چې د افغان پولیسو ځواکونو د امنیت واګې په لاس کې درلودې "له لومړۍ امنیتي پوستې هاخوا یې هیچا ته د وسلې د لېږد اجازه نه ورکوله."

دی وايي "کله چې د هوټل امنیت د افغان پولیسو په لاس کې و هم، ښايي تر دې لږ لګښت پرې راته" چې اوس یې امنیتي شرکت ته سپارلی دی.

برمک د انځور حقوق FB, MoI

ښاغلی برمک وايي: "له بریدګرو سره حتماً دننه خوا نه" مرسته شوې او دوی خپل "نفوذي کسان درلودل" چې دننه یې پرې ایښي دي او داسې "سازمان ورکړل شوی برید"یې ترسره کړ.

طالبانو د برید مسولیت منلی دی. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دغه برید د حقاني شبکې کار بولي چې وايي "پټنځایونه یې له هېواده بهر دي".

د تېرې شپې برید کې وسله والو بریدګرو لاسي بمونه هم اچولي چې د ودانۍ برخې یې زیانمنې کړې دي.

افغان ځواکونه وايي، دوی توانېدلي ۱۶۰ کسان وژغوري چې پکې ۴۱ بهرنیان دي.

عیني شاهدان وايي په هوټل کې ایسارو خلکو د ځان ژغورنې هڅه کوله. په یوې خپره شوې ویډیو کې یو کس لیدل کېږي چې غواړي د یوه ټوکر په مرسته د هوټل له برنډې لاندې کښته شي، خو له هماغه ځایه لاندې لوېږي.

ستونزه چېرې ده؟

د کورنیو چارو وزیر ویس برمک وايي "ستونزه په استخباراتي معلوماتو" کې وه. د ښاغلي برمک په وینا که څه هم دوی "د احتمالي بریدونو"له ترسره کېدو خبر ول او "بشپړ چمتووالی یې نیولی و" خو د انټرکانټیننټل هوټل د دوی په استخباراتو کې نه و.

د انځور حقوق Getty Images

تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ویلي ول چې بریدګر د پخلنځي له لارې هوټل ته ننوتي ول.

تر دې برید څو ورځې وړاندې په کابل کې د امریکا سفارت د ناامنۍ خبرتیا کې د پلازمېنې پر هوټلونو د احتمالي برید خبرداری ورکړی و.

په هغې خبرپاڼه کې چې د امریکا سفارت پر پنجشنبه خپره کړې وه راغلي ول چې د اطلاعاتي سرچینو د معلوماتو پر بنسټ د دې احتمال شته چې په راتلونکو څو روځو کې بنسټپال د کابل پر هوټلونو برید وکړي.

ښاغلی برمک دا برید له ډېر وړاندې پلان شوی او ځکه پکې "دننه نفوذي کسانو لاس"لرلو باندې ټینګار کوي چې وايي، "په وسلو او لاسي بمونو سمبال ول او د هوټل له لومړي تر شپږم پوړ یې" له ډېرو ښو روزل شویو ځواکونو سره جګړه وکړه.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ یوې خبرپاڼه کې دغه برید غندلی او پر "ترهګرو ډلو او ملاتړو یې د فشار راوړلو" په پار د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او افغان دولت ترمنځ اجماع ته اشاره کړې ده.