BBC
 شاته

ترکي ځواکونه د سوریې شمال کې عفرین ته ور اوښتي

Turkey shells YPG positions near Hassa on the Syria border on 21 January 2018 د انځور حقوق AFP

د ترکیې لومړي وزیر خبر ورکړ چې د دوی ځواکونه ګاونډي سوریې ته ننوتلي دي.

لومړي وزیر بنعلي یلدریم ویلي، تمه لري د ترکيې ځمکنی پوځ وکړی شي د خپلو عملیاتو د دوام په ترڅ کې کوردۍ واي پي جي ډله له عفرین څخه وباسي.

پرون (شنبه د مرغومي ۲۹) ترکیې اعلان وکړ چې په دغه سیمه کې یې تر سلو ډېر هوايي بریدونه ترسره کړي دي.

د واي پي جي ډلې یوه ویاند ویلي چې د شبنې پر ورځ د ترکیې د بمباریو له امله لږترلږه ۹ کسان وژل شوي ۶ یې ملکیان دي.

ترکیه- که سوریه پوله ماته کړي، غچ ترې اخلو

"د سوریې په یوه بند کې تر ۱۳ زرو کسان اعدام شوي"

کورد ټولپوښتنه، عراق ماتېږي که بله جګړه کې ښکېلېږي؟

پر پوله عفرین ښار له ۲۰۱۲ کاله راپدېخوا د واي پي جي ډلې تر ولکې لاندې دی.

ځینې رپوټونه وايي چې د ترکیې له ملاتړه ځینو برخمنو وسله والو ډلو په ښار کې نفوذ کړی دی.

تر دې وړاندې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د عفرین په ښار کې د کوردانو پر وړاندې د خپل پوځ د ځمکنیو عملیاتو خبر ورکړی و. ده په سوریه کې مېشت ځواکونه په دې تورن کړل چې د کوردي پي کې کې، د کوردستان د کارګرانو ګوند پوځ یوه برخه ده.

د انځور حقوق AFP
Image caption ترکي الوتکو په سوریه کې دننه د کوردانو سیمي بمبارد کړې.

ترکیه واي پي جي ډله ترهګره بولي او ویلي یې دي چې اجازه نه ورکوي د دوی پولو سره نژدې مېشت شي.

سوریې ترکیې ته تر دغه احتمالي برید وړاندې خبرداری ورکړی و. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم پر اوسنۍ مسلې خپله اندېښنه څرګنده کړې او له دواړو غاړو یې غوښتي چې له زغمه کار واخلي.