BBC
 شاته

د امریکا فدرالي حکومت د ادارو په تړلو لاس پورې کړ

د فدرالي حکومت لګښتونو بودیجه د سنا مجلس له لوري نه ده منل شوې او معانا یې دا ده، چې حکومتي چارې به په موقت ډول ټکنۍ شي د انځور حقوق Getty Images
Image caption د فدرالي حکومت لګښتونو بودیجه د سنا مجلس له لوري نه ده منل شوې او معانا یې دا ده، چې حکومتي چارې به په موقت ډول ټکنۍ شي

تر هغه وروسته چې د امریکا حکومت د لنډمهالې بوديجې په نه تصویب د ادارو په تړلو لاس پورې کړ، ولسمشر ټرمپ ډیموکراتان تورن کړل چې تر خپل پوځ او سرحدي کنټرول ډېر د ناقانونه کډوالو په غم کې دي.

د ډېرو دولتي ادارو د کار ځنډېدا چې د ولسمشر ټرمپ د کار د پیل له لومړۍ کالیزې سره هم مهاله ده، تر هغه وروسته پېښه شوه چې سنا مجلس د حکومتي لګښتونو لایحه تصویب نه شوای کړی.

ډیموکراتانو غوښتل چې په دغه قانوني طرحه کې د هغو کډوالو د خوندیتابه ماده هم ورځای شي چې په کوچنیوالي په ناقانونه ډول امریکا ته وروستل شوي دي.

مصر ته پر لاره د آیرلنډ جمهوریت پر شنن هوایي ‌ډګر د خبرو پرمهال مرستیال ولسمشر مایک پېنس د حکومت مخې ته د خنډونو په اچولو دیموکراتان وغندل.

د امریکايي حکومت لګښتونو بیل یا بودیجه باید د جنورۍ تر ۱۹ مې پورې له کانګریس سره وای او له هغه وروسته به د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په لاسلیک سره منظوره شوې وای، خو داسې و نه شول او امریکايي حکومت چارې بندې کړې.

دا لومړی ځل نه دی چې داسې کېږي، بلکې د امریکا حکومت له دې مخکې هم چارې بندې کړې دي.

کانګریس کې یو شمېر جمهوریت غوښتونکو د بودیجې منظورۍ لپاره د هو رایې ور نه کړه او پایله دا شوه، چې د بودیجې منظورۍ لپاره اړین ۶۰ رایې رانغلې او د ۴۹ او ۵۰ رایو تر منځ د یوې رایې په توپیر سره منظوره نه شوه.

''پاکستان باید د ترهګرۍ تمویلونکی هېواد وبلل شي''

کانګریس توپان ځپلو سره مالي مرسته تصویب کړه

۲۰۱۳ کال کې د پخواني ولسمشر باراک اوباما د واکمنۍ پر مهال ۱۶ ورځې دغه ډول کاربندیز شوی و.

هغه مهال جمهوریت غوښتونکو غوښتل چې د لګښتونو بیل کې داسې مادې شاملې شي، چې د ولسمشر اوباما پاملرنې پروګرام پانګونه یا خو کمه کړي او یا یې پلي کېدل وځنډیږي.

پارکونه او ملي یادګارونه تړل شوي وو او سلګونه زره حکومتي مامورین له معاش پرته رخصتیو ته لېږل شوي وو. هغه مهال له همدې کبله کاناډا سره د ۵۵۲۵ میله اوږدې پولې د ساتنې لپاره یوازې یوه سړي ته مسوولیت ورکړل شوی و.

خو داسې لومړی ځل کېږي، چې سپینه ماڼۍ او کانګریس دواړه د یوه جمهوریت غوښتونکي ګوند کنترول کې دي او بیا هم کاربندیز شوی دی.

اوس به څه کېږي؟

ډېری حکومتي ادارې به وتړل شي او کارکوونکي به یې په جبري توګه رخصت ته واستول شي، خو د ملي امنیت او هوايي چلند په څېر مهمې ادارې به فعالیت کوي.

د امریکا دفاع وزیر جیمس ماټیز وايي، د وزارت ۵۰ سلنه کارکوونکي به دفترونو ته نه ځي او یو شمېر ترمیمي، روزنیز او څارګر عملیات به هم د اوس لپاره تړل کېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا لومړی ځل نه دی، چې د امریکا فدرالي حکومت چارې ټکنۍ شوې

دغه راز به د ۲۰۱۳ کال په څېر ملي یادګارونه او یو شمېر پارکونه وتړل شي، چې هغه مهال پرې ولس سخت غبرګون څرګند کړی و.

ټرمپ حکومت پر بیل له رایې شمېرنې مخکې کوښښ کاوه، چې لږ تر لږه پارکونه و نه تړل شي او یا که بودیجه منظوره نه شي، باید بدیل یې ولټول شي. کېدای شي د پاسپورټ او ویزا چارې هم ځنډنۍ شي.