BBC
 شاته

کابل: پر انټرکانټیننټل هوټل وسله وال برید شوی

افغان امنیتي ځواکونه د برید پر مهال د پېښې ځای ته رسېدلي دي د انځور حقوق Reuters
Image caption افغان امنیتي ځواکونه د برید پر مهال د پېښې ځای ته رسېدلي دي

افغان امنیتي چارواکي وايي، وسله والو کسانو د پلازمېنې لویدیځ کې پر انټرکانټننټل هوټل برید کړی دی.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، افغان امنیتي ځواکونه سملاسي د پېښې ځای ته ورسېدل او له بریدګرو سره یې نښته پیل کړه.

نوموړی وايي پېښه له ځايي مهال سره سم ماخوستن شاوخوا نهه بجې رامنځته شوه. ښاغلی دانش وايي لومړي معلومات ښيي، چې څلورو بریدګرو دغه برید کړی و، چې دوه یې وروسته ووژل شول او پاتې دوه یې له امنیتي ځواکونو سره نښته کې ښکېل وو.

د نوموړي په وینا له دوو اونیو راهیسې د یاد هوټل د امنیت چارې یوه خصوصي شرکت ته سپارل شوې وې. ښاغلي دانش دغه راز ویلي، بریدګر د پخلنځي له لارې هوټل ته ننوتي وو.

چارواکو ماخوستن ناوخته پېښه کې د پینځو کسانو ټپي کېدل کړل، خو د ځایي رسنیو رپوټونو کې د مرګژوبلې شمېر لوړ یاد شوی.

ویل کېږي، په هوټل کې مراسم روان و او د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وايي د مراسمو ګډونوالو ته تلفات نه دي اوښتي. له دې مخکې پر هوټلونو، رستورانونو یا د ګڼې ګوڼې پر کوم بل ځای د بریدونو استخباراتي رپوټونه تېرو دوو ورځو کې ورکړل شوي وو.

کابل کې پر هوټل برید په انځورونو کې

د کابل پر سرینا هوټل برید

یوې افغان امنیتي سرچینې اې ایف پي خبري اژانس ته وویل، څلور بریدګر د هوټل ودانۍ ته ننوتل او د هوټل پر 'مېلمنو یې ډزې وکړې. '

Image caption انټر کانټیننټل د دولت ملکیتي هوټل دی، چې معمولاً پکې غونډې او نور مراسم تر سره کېږي

د رویټرز خبري اژانس رپوټ کې د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش له قوله ویل شوي، چې بریدګرو کې ځانمرګي هم شته.

کابل کې د بي بي سي خبریال ضیا شهریار وايي، چې د امنیتي ځواکونو او بریدګرو تر منځ د هوټل پر څلورم او درېیم پوړونو کې درې نیم ساعته نښته روانه وه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند په خبره بریدګرو د هوټل پخلنځي ته اور ورته کړی دی. په ورته مهال د ملي امنیت ادارې یوه چارواکي له قوله ویل شوي، چې د هوټل څلورم پوړ کې هم اورلګېدلی دی.

د هوټل له دننه یوه میلمانه اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي:

''نه پوهېږم چې بریدګر په هوټل کې دننه دي او که نه، خو د لومړي پوړ له شاوخوا د ډزو غږونه راځي. ''

په ځينې رپوټونو کې ویل شوي، هوټل کې د برید پر مهال له ولایتونو د راغلیو چارواکو یوه غونډه کېده، چې د معلوماتي تکنالوژۍ په تړاو وه.

انټر کانټیننټل د دولت ملکیتي هوټل دی، چې معمولاً پکې غونډې او نور مراسم تر سره کېږي او بهرني میلمانه هم د اوسېدو لپاره ورځي.

د ۲۰۱۱ کال په جون کې هم پر دغه هوټل ځانمرګي برید شوی و، چې د ۱۰ ملکي کسانو په ګډون ۲۱ کسان پکې وژل شوي وو.

Image caption دا وروستیو کې کابل کې یو شمېر خونړي بریدونه شوي دي