د تنکۍ ځوانۍ عمر اوس له ۱۰ کلنۍ تر ۲۴ کلنۍ پورې
که څه هم یو وخت داسې فکر کېده، چې د تنکۍ ځوانۍ عمر ۱۹ کلنۍ کې پای ته رسېږي، خو اوس ساینس پوهان وايي، د بلوغت د عمر برخه له ۱۰ کلنۍ پیلېږي او ۲۴ کلنۍ کې پای مومي.
تر ډېره د زده کړو بوختیا، ناوخته ودونه او د اولادونو زېږول د بلوغت عمر ډېروالي لاملونه بلل کېږي. ساینسپوهانو په لانسیټ چایلډ اینډ اډولینس روغتیايي مجله کې په دې تړاو لیکلي، چې د قوانینو مربوط ساتلو لپاره په تصور کې بدلون مهم دی.
خو لږ تر لږه یو ساینس پوه په دې باور دی، چې دغه چاره به (ځوانانو ته د ماشومانو په نظر) د کتو خطر ډېر کړي.
بلوغت کله پیلېږي؟
داسې باور کېږي، چې د بلوغت عمر په ذهن کې د هغې برخې له فعالیدو سره پیلېږي، چې هایپوتهالاموس نومېږي او داسې هارمون اخراج پیلوي، چې د بلوغت اړوند غدود فعالوي.
معمولاً دغه چاره په ۱۴ کلنۍ کې پیلېږي، خو پر مختللیو هېوادونو کې د مناسبو خوړو او هوسا ژوند له کبله ویل کېږي، چې ان ۱۰ کلنۍ کې پیلېږي.
ساینسپوهان وايي د بریتانیا په څېر صنعتي هېوادونو کې د تېرو ۱۵۰ کلونو مودې کې د نجونو لومړني میاشتنې عادت یا ناروغي پیلېدو موده څلور کاله ټیټه شوې ده.
اوس د نیمايي ښځينه وو میاشتنی عادت له ۱۲ یا ۱۳ کلنۍ پیلېږي.
بدني وده کله په ټپه درېږي؟
د بدن ودې تسلسل تر څنګ داسې بایولوژیکل یا حیاتیاتي دلیلونه هم شته، چې ولې باید د بلوغت عمر کچه اوږده شي.
د مثال په توګه له ۲۰ کلنۍ وروسته هم ذهني وده دوام کوي، له ډېر موثریت سره چټک فعالیت کوي او د ځینو کسانو د عقل غاښ ان تر ۲۵ کلنۍ پورې نه لوېږي.
اوس خلک ناوخته واده کوي او د اولادونو زېږون کې هم ځنډ راځي. د برتیا احصایې ملي ادارې په وینا ۲۰۱۳ کال کې دغه هېواد کې د نارینه وو لومړي واده عمر په اوسط ډول ۳۲ اعشاریه پنځه کاله و او د ښځو لپاره دغه اوسط ۳۰ اعشاریه شپږ کاله و، چې د ۱۹۷۳ پرتله په اوسط ډول اته کاله ځنډ ښيي.
تدریجي ځنډ
د مقالې مرکزي لکیواله پروفیسره سوزن سایر وايي:
''که څه هم د بلوغت ډېر حقونه له ۱۸ کلنۍ اخیستل کېږي، خو معمولاً د بلوغت عمر مسوولیتونه وروسته پیلېږي. ''
نوموړې وايي، دغه ټولنیز بدلون غوښتنه کوي، چې باید پالیسیو کې بدلون راشي، مثلاً په وینا یې باید د ځوانانو سره د مرستو یا ملاتړ عمر ۲۵ کلنۍ پورې باید اوږد شي.
هغه وايي، د عمر درجه بندي بې له هغه هم خپلسرانه یې، خو د تنکۍ ځوانۍ اوسنی تصور خورا لنډ تنګ دی.
افغانستان کې ځوانان او کوچنیان هم پر شکر ناروغۍ اخته کېږي
افغانستان کې "ګڼ ځوانان رواني ناروغي لري"
څېړنه: ډېری تنکي ځوانان له خپل ژونده خوښ دي
له ۱۰ کلنۍ تر ۲۴ کلنۍ د عمر برخه ځواني بلل د اوسني زمان غوره څرګندونه کوي. خو د برتیانیا کینټ پوهنتون ډاکټره جان میکوارش بیا دې سره هم نظره نه ده.
هغه وايي:
''د بدن داخلي حیاتي بدلونونو پرتله لوی ماشومان او ځوانان له هغو تمو ډېر اغېزمنیږي، چې ټولنه یې ورنه لري او ټولنه باید له راتلونکي کوله لویې تمې وکړي. ''