BBC
 شاته

پاکستان پر پښتو 'مشال' راډیو بندیز لګولی

مشال راډیو د انځور حقوق MASHAALRADIO/RFE/RL

د پاکستان کورنیو چارو وزارت د مشال نومې راډیو پر دفترونو او فعالیتونو بندیز لګولی. دغه راډیو د چیک جمهوریت له پلازمېنې پراګ څخه د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې پرتو پښتون مېشتو سیمو او په ځانګړې توګه د پاکستان مېشتو پښتنو لپاره خپرونې کوي.

پاکستاني چارواکو تور پورې کړی، چې دغه راډیو د دوی په وینا د پاکستان مخالفو څارګرو ادارو له اجنډا سره سمې خپرونې کوي.

پاکستان چارواکو د یادې راډیو له مسوولینو غوښتي، چې پلازمېنه اسلام اباد کې خپل دفتر وتړي.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت ویلي چې دا کار یې د پاکستان استخباراتي ادارې ای ایس ای په سپارښتنه کړی دی.

په دې تړاو یوه خپره شوې اعلامیه کې د پاکستاني استخباراتي ادارې ای ایس ای له قوله ویل شوي، چې یاده راډیو د پاکستان ملي ګټو خلاف او د (یوې) مخالفې څارګرې ادارې له اجنډا سره سمې خپرونې کوي.

پاکستان کې له هندي ډرامو بندیز لرې شو

پاکستان پر هندي فلمونو بندیز لرې کړ

د مشال راډیو مسوولینو ویلي چې د پاکستان کورنیو چارو وزارت چارواکي دفتر ته د دې لپاره ورغلي وو، چې د دوی دفترونو پر تړلو ورسره خبرې وکړي.

د پاکستان چارواکي وايي چې دغه راډیو په خپلو خپرونو کې د پاکستان په اړه داسې انځور ورکوي، چې په دغه هېواد کې د ترهګرو ځالي شته او حکومت یې د خپلو خلکو په خوندي کولو کې پاتې دولت دی.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې پر دغه راډیو تور پورې شوی، چې ګواکې پاکستان مېشت پښتانه د دولت مخالفو په توګه وړاندې کوي.

د ازادۍ راډیو مشر تهوماس کینټ د پاکستان حکومت له لوري د دوی اړوند مشال راډیو دفتر پر تړلو خواشیني څرګنده کړې:

''مشال نا دولتي خبري اداره ده، چې د امریکا کانګریس یې ملاتړ کوي او د هېڅ یوه هېواد له هېڅ څارګرې ادارې سره اړیکه نه لري. ''

ښاغلي کینټ هیله مندي ښوولې، چې دغه موضوع به له ځنډ پرته حل شي.‎