BBC
 شاته

پاکستان: موږ غواړو طالبان او حقاني شبکه بېرته افغانستان ته ستانه شي

Image caption اعزاز چودري وايي، پاکستان کې د حقاني شبکې هېڅ پټنځایونه نه شته

په امریکا کې د پاکستان سفیر اعزاز چودري په خپل هېواد کې د حقاني شبکې د شته والي په اړه متضادې څرګندونې کړې دي.

د بي بي سي له ارم عباسي سره په خبرو کې هغه وویل چې د حقاني شبکې پټنځایونه د ډېورند کرښې پاکستاني اړخ ته نشته، خو وروسته یې د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې پاکستان غواړي دغه وسله وال افغانستان ته ستانه او هلته په اصلي سیاسي بهیر کې ورګډ شي.

بي بي سي سره خبرو کې نوموړي ویلي، پاکستان کې د حقاني شبکې هېڅ پټنځایونه نه شته او که امریکایان دې لړ کې شکونه لري او یا معلومات لري، باید پاکستان سره یې شریک کړي، ځکه په وینا یې دوی هم غواړي دغه پټنځایونه له منځه یوسي:

''زموږ دریځ خو دا دی، چې موږ غواړو دوی له خپله هېواده ولېږو، موږ نه غواړو طالبان او حقاني شبکه له موږ سره واوسي، موږ پرې فشار اچوو، چې لاړشئ او هلته اوسئ او اوس هغه ستاسې هېواد دی او هلته مرکزي سیاسي بهیر کې شامل شئ او دلته ستاسې اوسېدول د منلو نه دي. ''

اعزار چودري زیاتوي، ''موږ ته ویل شوي، چې هلته دوی پر ۴۳ سلنه خاوره کنترول لري، نو دوی پاکستان کې اوسېدو ته څه اړتیا لري؟ البته دا ده، چې دوی کډوالو کې خپلوۍ لري او له همدې کبله موږ غواړو دا هم افغانستان ته ستانه شي. ''

پاکستان افغان کډوالو ته د یو کال وخت ورکولو غوښتنه رد کړې

افغان کډوال ولې له پاکستانه بېرته ستنېدو ته زړه نه ښه کوي؟

د افغان کډوالو په تړاو اعزاز چودري وايي، ''اوس (مهاجرین) د امنیت لپاره یو احتمالي خطر دی او له همدغه ځایه ځوانان جګړو ته بیول کېږي. نوموړی وايي، موږ غواړو دوی بېرته لاړ شي او دې سره پوله خوندي شي، چې بد خلک له دغه ځایه هلته او له هغه ځایه دلته تګ راتګ و نه کړي. ''

د اعزاز چودري په خبره د پاکستان او افغانستان تر منځ پوله په بشپړه توګه نه کنترولېږي، چې له کبله یې خلک تګ راتګ کوي او دواړه هېوادونه باید په شریکه کار وکړي، چې ورسره دواړه ګټه کوي. نوموړی زیاتوي د امریکا هدف افغانستان کې سوله او ثبات راوستل دي او پاکستان هم همدا هدف لري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغان کډوالو په تړاو اعزاز چودري وايي، ''اوس (مهاجرین) د امنیت لپاره یو احتمالي خطر دی او له همدغه ځایه ځوانان جګړو ته بیول کېږي.

روانه اوونۍ د پاکستان د ملي امنيت کمېټې افغان کډوالو ته په دغه هېواد کې د یو کال نور وخت ورکولو غوښتنه رد کړه. افغانستان له دغه هېواده غوښتي وو چې کډوالو ته دې یو کال نور وخت هم ورکړي.

پاکستاني چارواکو افغان کډوالو ته د روان ميلادي کال د جنورۍ تر ۳۱ یاني ۱۳ ورځې وخت ورکړی چې خپل هېواد افغانستان ته ستانه شي، خو د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت چارواکي، د پاکستان دا پرېکړه د کډوالو په برخه کې له نړېوالو کنوانسيونونو او تړونونو سرغړونه بولي.