BBC
 شاته

'پولیسو سره ډزو کې' د نقیب الله مسېد وژل کېدو پېښې څېړنې امر

د انځور حقوق FACEBOOK
Image caption نقیب الله مسېد د فوټو ګرافي شوقین و او د ماډلز انداز یې درلود

د پاکستان سند ایالت کورنیو چارو وزیر سهیل انور سیال د کراچۍ مېشتې وزیرستاني ځوان نقیب الله مسېد وژل کېدو پېښې د څېړنې امر کړی دی.

له دې مخکې د کراچۍ ملیر سیمې پولیسو مشر راو انور ادعا کړې وه، چې نقیب مسېد د کراچۍ ښارو یوې څنډې عثمان خاصخیلي ګوټ سیمه کې له پولیسو سره متقابلو ډزو کې وژل شوی دی، خو داسې تورونه شته، چې ګواکې پولیس بې محاکمې وژنې کوي.

پر خواله رسنیو د نقیب مسېد له وژل کېدو وروسته تاوده بحثونه راپورته شول او د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بینظیر بوټو زوی بلاول بوټو چې سند کې د واکمن پاکستان پیپلز ګوند شریک مشر دی، د پېښې څېړنې امر وکړ.

له دېره اسماعیل خان سیمې د نقیب الله مسېد یوه خپلوان نور رحمان د ټیلیفون له لارې بي بي سي ته وویل، نقیب الله په ملکي کالیو کې د جنورۍ پر درېیمه شپه پولیسو د کراچۍ له سهراب ګوټ سیمې شیراغا هوټله بیولی و، چې څلور ورځې وروسته یې په اړه دوی خبر شول.

Image caption د نقیب الله مسېد وژل کېدو خلاف احتجاجونه شوي

د نقیب وروڼه دوبۍ کې ژوند کوي او د کورنۍ نور غړي یې د سویلي وزیرستان مکین په رزمک کلي کې اوسي. نور رحمان وايي پر خواله رسنیو یې د یوه وژل شوي ځوان تصویر ولید، چې پړ مخي پروت دی او لوی ویښته لري. نوموړی وايي، د مړي د لاسونو او مړوندونو له لیدو وروسته یې د نقیب مړی وپېژاند. د ملیر سیمې پولیس مشر راو انور چې ادعا کوي نقیب پولیسو سره نښته کې وژل شوی وايي:

نقیب الله د نسیم الله په نامه پېژند پاڼه یا شناختي کارډ جوړ و، پولیسو یې لټون کاوه، چې له ډېره اسماعیل خان سیمې کراچۍ ته څېرمه حب سیمې ته راغلی و او هلته اوسېده. نوموړی وايي، ولې یې د نسیم الله په نامه شناختي کارډ جوړ کړی و؟ او له هغومجرمانو سره یې څه کول، چې دی ورسره یو ځای ووژل شو؟

د نقیب الله کورنۍ په اړه یې خپلوان وايي، چې درې ماشومان لري، چې د دوو او نهو کلونو تر منځ عمرونه لري او اوسمهال ډیره اسماعیل خان ته د ماما خېلو کره تللي وو.

د نقیب مسېد خپلوان نور رحمان بیا وايي، نقیب الله ۲۰۰۸ کال کې کراچۍ ته راغی او د حب څوکۍ سیمې یوه کارخانه کې یې مزدوري کوله. وروسته یې د ټوکرانو کاروبار پرېکړه وکړه او د دې کاروبار لپاره یې په سهراب ګوټ سیمه کې دکان هم تر لاسه کړی و. بل لور ته پولیس افسر راو انور وايي:

Image caption احتجاج کوونکي وايي د نقیب الله مسېد وژل کېدو پېښې څېړنه کې د انصاف او عدالت غوښتنه کوي

نقیب الله غوښتل د کراچۍ ابوالحسن اصفهاني روډ سیمې یوه دکان کې له اویا تر اتیا لکو روپیو پورې پانګونه وکړي، که د هغه د خپلوانو خبره ومنل شي، چې کارخانه کې یې مزدوري کوله، دومره پېسې له کومه راوړې؟ ایا دا ممکن ده، چې د کارخانې مزدور دومره پېسې ولري، چې هم یې کور ته واستوي او هم یې دکانونو کې پانګونه وکړي؟

کراچۍ کې له دې مخکې هم د بې محاکمې وژنو شکایتونه شوي دي. د بشري حقونو کمېسیون په وینا یوازې کراچۍ کې تېر کال ۱۴۶ کسان له هر ډول محاکمې پرته د پولیسو او نورو امنیتي ادارو کسانو له لوري وژل شوي دي. له دې ډلې د ۱۴۰ کسانو په اړه ویل شوي، چې پولیسو سره متقابلو ډزو کې وژل شوي دي.