BBC
 شاته

ولې ټرمپ افریقایانو ته سپکاوی وکړ؟

. د انځور حقوق Getty Images

ولې ټرمپ افریقایانو ته سپکاوی وکړ؟ دا د تهران ټایمز ورځپاڼې د یو مطلب سرلیک دی او لیکي د امریکا ولسمشر څو ځلې امریکايي افریقایانو ته سپکاوی کړی او نه بیا د سپینې ماڼې چارواکو او نه هم په خپله ولسمشر بښنه غوښتې ده.

اوس نو پوښتنه دا ده چې ولې ټرمپ د ۲۰۱۸ کال په پیل کې د افریقایانو سپکاوی وکړ آیا د دې ترشاه کوم هدف لري؟

تهران ټایمز لیکي: هو هدف لري ځکه چې په ۲۰۱۷ کال کې د ټرمپ شهرت ۳۲ سلنه کم شو له دې سره نه یوازې دا جوتېږي چې په ۲۰۲۰ کال کې د هغه د بیا انتخابیدو چانس کم شوی او له بله پلوه دا هم څرګندېږي چې د سپیڼې ماڼې او کانګریس ترمنځ ژور کړکېچ شته.

ورځپاڼه لیکي نظر پوښتنې ښيي چې ډیموکراټان کولای شي په اسانۍ سره د کانګريس په ټاکنو کې مات کړي او اکثریت خپل کړي، ځکه نو په دغسې حالت کې د امریکا ولسمشر یو ډول ته سیاسي ځان وژنه وکړه چې له دې ګرداب نه ځان وباسي او د دې لپاره یې د افریقایانو سپکاوی وکړ.

ډان:

سعودي عربستان د یمن له حکومت سره د دوو ملیاردو ډالرو مرستې اعلان وکړ، دا د پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د یو مطلب سرلیک دی او لیکي وروسته له هغه چې د یمن ولسمشر او لومړي وزیر غوښتنه وکړه سعودي وویل چې د یمن مرکزي بانک ته دوه ملیارده ډالر ورکوي.

ورځپاڼه لیکي چې د سعودي د کورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې د یمن له خلکو سره د سعودي د مرستو په لړ کې پاچا سلمان بن عبدالعزیز لارښوونه کړې چې دوه ملیارده ډالر یمن ته ورکړل شي او ویلې یې دي چې په یمن کې رامنځ ته شوی حالت د حوثي یاغیانو له لاسه دی.

ډان لیکي سعودي له یمن سره دغه مرسته په داسې حال کې کوي چې په خپلې بودیجې کې لوی کسر لري.

ګارډین:

لندن کې چاپیدونکې ګارډین ورځپاڼه په یو مطلب کې لیکي چې د سولې په ژمنیو لوبو کې شمالي او سویلي کوریا د یووالي تر یوه بیرغ لاندې تېرېږي او دواړو هېوادونو تایید کړې ده چې راتلوونکې میاشت به په دې لوبو کې له دواړو هېوادونو نه د یخ پر سر د هاکي لوبې یوه لوبډله لوبېږي.

ورځپاڼه لیکي چې دواړه خواوې له درې ورځنیو خبرو وروسته د اولمپیک نړیوالې کمیټې ته د سولې لوبو لپاره د خپلو پلانونو په هکله جزییات همدا اوونۍ سپاري.

د همدې موضوع په هکله واشنګټن پوسټ په یو مطلب کې لیکي د سویلي کوریا یو شمېر خلک پر دې خوښ نه دي چې له دواړو هېوادونو نه یوه ګډه هاکي لوبډله په لوبو کې برخه اخلي خو دا هغه څه دي چې پرېکړه یې وار دمخه شوې ده.

نیویارک ټایمز:

د ډیسمبر په میاشت کې په مسکو کې شپږ دقیقې لمر راوتی و تر سرلیک لاندې د نیویارک ټایمز ورځپاڼه په یو مطلب کې لیکي د هغو خلکو لپاره چې په مسکو کې ژوند کوي وریځې اسمان، لنډې او تیارې ورځې یو خواشینوونکی حقیقت دی خو سږکال د ډیسمبر په ټوله میاشت کې په مسکو کې وریځ وه او یوازې د شپږو دقیقو لپاره لمر وتلی و.

نیویارک ټایمز لیکي له هغه مهال راهیسې چې د مسکو ښار په هکله د دغسې معلوماتو ثبتول پیل شوي تېر ډسمبر په مسکو کې تر ټولو تیاره میاشت وه او تر هغه وړاندې په ۲۰۰۰ کال کې په همدې میاشت کې پکې د درېوو ساعتونو لپاره لمر شوی و.