BBC
 شاته

ټېلرسن: امریکایي ځواکونه د بشاراسد او ایران نفوذ مخنیوي لپاره سوریه کې پاتېږي

. د انځور حقوق AFP
Image caption په اوسنیو شرایطو کې له سوریې د ټولو امریکايي ځواکونو وتل به اسد ته موکه ورکړي چې له خپلو خلکو سره نارحمانه چلند ته دوام ور کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ريکس ټېلرسن ویلي، امریکايي ځواکونه به د داعش له لمنځه وړلو وروسته هم په سوریه کې په دې موخه پاتې وي چې د سوریې د واکمن بشاراسد او ملاتړي ایران د نفوذ د ډېرېدا مخه ونیسي.

نوموړي تېره چارشنبه د نومبر ۱۷مه د کالیفورینا ایالت په سټانفورډ پوهنتون کې د خبرو پر مهال په ټینګار وویل، د امریکا د ماموریت اصلي هدف د داعش ډلې له منځه وړل او د هغوی د بیا منسجمېدو مخنیوی دی.

د فرانسې خبري اژانس د راپور پر بنسټ، نوموړي وویل، په سوریه کې امریکايي ځواکونه د دې لپاره مېشت دي چې دغه هېواد بشپړ باثباته، له واکه د اسد ګوښه کېدو ته لار هواره او د ایران د نفوذ مخه ونیول شي:

" په اوسنیو شرایطو کې له سوریې د ټولو امریکايي ځواکونو وتل به اسد ته موکه ورکړي چې له خپلو خلکو سره نارحمانه چلند ته دوام ور کړي. "

نوموړي پخپلو خبرو کې دا هم وویل، هغه (اسد) چې د سوریې قاتل دی، نه شي کولی په اوږدمهال کې د ثبات رامنځته کولو لپاره د خلکو باور خپل کړي:

" د باثباتې، یو موټې او ازادې سوریې لرلو لپاره له اسد پرته بل مشرتابه ته اړتیا ده."

* اردوغان: ترور پوځ تر جوړېدلو مخکې له منځه وړم

* سوریه کې د ایتلاف بمبارۍ ۲۳ ولسي وګړي وژلي

* سوریه کې د ایران د پوځي حضور پرضد د اسراییلو خبرداری

ښاغلي ټېلرسن ټینګار وکړ، امريکا هوډ نه لري چې په سوریه کې د تاوتریخچن بدلانه لپاره په جګړه لاس پورې کړي.

د نوموړي په ټکیو، د امریکا رول ثبات ته لاره هوارول دي، چې د ملګرو ملتونو د سولې پروسه مخ ته لاړه او د اسد حکومت او د ایران شتون ته بدیل پیدا شي.

د هغه خبره ده، له سوریې لاس اخیستل به ایران ته فرصت برابر کړي چې په دغه هېواد کې خپل شتون تر پخوا ډېر پیاوړی کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ارشیف

نوموړي وویل، هغه تېروتنه باید تکرار نه شي چې په ۲۰۱۱ کال کې له عراقه د امریکايي ځواکونو په وتلو وشوه.

نوموړي وویل، له عراقه د امریکايي ځواکونو له وخته مخکې وتلو مرسته وکړه چې د القاعده پاتې شوني سره منجسم او په پای کې ترې اسلامي دولت نومې یا داعش ډله جوړه شو.

امریکا دمګړۍ په سوریه کې شاوخوا ۲۰۰۰ ځواکونه لري او جنګي الوتکې یې د سوریې پر ختیځ اسمان ګرځي او ظاهراً د داعش اورپکي په نښه کوي.

امریکا د سوریې له (ډیموکراټیکو ځواکونو) ملاتړ کوي چې له کورد ملېشو جوړه جنګي ډله ده.