BBC
 شاته

نیکي هيلي: افغان مشرانو پر پاکستان د نړیوال فشار زیاتول غوښتل

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption له امنیت شورا د افغانانو لومړۍ غوښتنه دا وه چې د نړیوالو له خوا دې پر پاکستان فشار واچول شي چې خپل چلند بدل کړي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې ویلي، دوی اوس ټینګ باور لري چې افغانستان پر سم لوري روان دی.

نیکي هیلي چې کابل ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر وروستي سفر وروسته په نیویارک کې د دغه سازمان په انګړ له خبریالانو سره خبرې کولې وویل، د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت هڅې او د افغانستان لپاره د امریکا د نوې ستراتېژې اغېزناکتیا د دغه پرمختګ دوه مهم لاملونه دي.

د هغې په خبره، د افغانستان لپاره د امریکا نوې تګلاره کار ور کوي، ځکه موږ د امریکا د تګلارې د پلي کولو له امله ډراماتیک بدلونونه وليدل.

موږ له افغانانو سره د سولې په بهیر کې خوا په خوا کار کوو او هدف مو دا دی چې نه غواړو افغانستان نور د ترهګرو لپاره خوندي پټنځی وي:

"موږ وایو چې افغان حکومت له طالبانو سره د سولې خبرو ته د پخوا په پرتله چې موږ لیدلی و، ور نږدې شوی دی."

* غني او مایک پینس ټیلېفوني خبرو کې پر بلخ هم غږېدلي

* د م م له پلاوي سره لیدنه کې پر پاکستان "د فشار زیاتولو" غوښتنه

* امنیت شورا له افغانانو څه پیغام ترلاسه کړ؟

اغلې هیلې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغړو هېوادونو سفر هم ګټور وباله او په وینا یې هغوی ته یې دا شونې کړه چې د افغانستان د حالاتو ريښتونی انځور تر لاسه کړي.

هغې په افغانسان کې د سولې او ټیکاو د راوستلو لپاره له امنیت شورا څخه پر پاکستان د فشار زیاتولو په برخه کې د افغان مشرانو د غوښتنې یادونه هم وکړه.

اغلې هیلي وویل، له امنیت شورا د افغانانو لومړۍ غوښتنه دا وه چې د نړیوالو له خوا دې پر پاکستان فشار واچول شي چې خپل چلند بدل کړي.

نوموړې زیاته کړه، افغانانو ویل چې دوی د سولې په بهیر کې لس ګامونه وړاندې ځي خو له پاکستان سره داسې احساس کوي چې بېرته پر شا ځي:

"هغوی ویل، تر هغه چې پاکستان د ترهګرو له ملاتړه لاس وانه خلي افغانان ځانونه خوندي نه احساسوي. "

د انځور حقوق ARG
Image caption د امنیت شورا پلاوی په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له افغان چارواکو سره د لیدنې پر مهال

پر پاکستان د فشار ډېرولو دا څرګندونې پر داسې مهال دي چې په وروستیو کې امريکايي مشرانو هم د ترهګرو په تړاو د اسلام اباد پر کړنو توندې نیوکې کړې دي.

ولسمشر ټرمپ د ۲۰۱۸ کال په لومړي ټويټ کې اسلام اباد تورن کړ چې د امریکا د میلیاردونو ډالرو له مرستې تر لاسه کولو سره سره هغو ترهګرو ته پټنځي ور کړي چې په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره جنګېږي.

پاکستان تل دا تورونه رد کړي دي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې له فساد سره د مبارزې په برخه کې هم د افغان دولت هڅې بریالۍ وګڼلې.