BBC
 شاته

پېښور: په اعدام محکوم شوی زنداني غواړي لوړې زده کړې وکړي

سجاد احمد له ۱۵ کلونو راهیسې د زندان تورو تمبو شاته پروت دی د انځور حقوق AFP
Image caption سجاد احمد له ۱۵ کلونو راهیسې د زندان تورو تمبو شاته پروت دی

سجاد احمد نومي سړي، چې د اعدام په سزا محکوم شوی، پېښور سترې محکمې ته یې د حقوقو پوهنځي کې د داخلې غوښتنلیک وړاندې کولو درخواست کړی.

محکمې د خیبر پښتونخوا زندان له چارواکو دې لړ کې توضیحات غوښتي دي. مدافع وکیل خورشید خان بي بي سي ته ویلي، محکمې د زنداني سجاد احمد هیله ستایلې او وايي تعلیم د هېواد د هر اوسېدونکي حق دی.

خورشید خان وايي، سجاد احمد زندان کې دننه ګرېجویشن کړی او پولټیکل ساینس، انګلیسي کې یې د ماسټرۍ سندونه تر لاسه کړي، خو د ایل ایل بي سند تر لاسه کولو ازموینه کې د کښېناستو لپاره ۷۰ سلنه پوهنتون حاضري شرط دی او د اعدام منتظر زنداني پوهنتون ته هره ورځ لېږد رالېږد لپاره باید اقدام وشي او یا بله لاره چاره وموندل شي.

نوموړی وايي، که څه هم د زندان قوانینو له مخې د قانون برخه کې د ډګري یا سند تر لاسه کولو اجازه شته، خو تر اوسه چا د دغه ډول مسلکي سند تر لاسه کولو لپاره درخواست نه دی وړاندې کړی، چې ښيي له دې مخکې کوم زنداني ته اجازه ورکړل شوې او تر اوسه قانون په دې تړاو پټه خوله دی.

په زندان کې ازادي

ډاکټر سجاد له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې زنداني دی. که څه هم په زندانونو کې زده کړه کول معمول دی، خو تر اوسه داسې نه دي لیدل شوي، چې په اعدام محکوم زنداني په زندان کې دننه ګریجویشن او د ماسټرۍ غبرګ سندونه تر لاسه کړي وي.

د علامه اقبال اوپن یونیورسټي چارواکي وايي د پخوا پرتله زندانیانو کې د تعلیم تر لاسه کولو لیوالتیا ډېره شوې ده.

سجاد احمد د طب یوه شخصي پوهنتون کې د درېیم کال محصل و، چې د قتل یوه قضیه کې ونیول شو او د اعدام په سزا محکوم شو.

اوس د نوموړي قضیه ستره محکمه کې تر څېړنې لاندې ده او نوموړی د خیبر پښتونخوا هریپور زندان کې ساتل کېږي.

سجاد احمد د نوښار ضلعې اوسېدونکی دی او دا مهال یې درې نور وروڼه ډاکټران دي.

د انځور حقوق FACEBOOK
Image caption علامه اقبال اوپن یونیورسټي په زندانونو کې د بندي کسانو لپاره د ویړیا تعلیم پالیسي جوړه کړې، چې د سزا له بشپړولو وروسته دغه کسان په ټولنه کې مناسب حیثیت ومومي.

د نوموړي مدافع وکیل وايي، محکمې ته یې درخواست کې ویلي، چې د سجاد سزا پرېکړه سترې محکمې سره ده او تر هغه چې محکمه پرېکړه کوي، موکل یې غواړي زده کړې وکړي.

علامه اقبال اوپن یونیورسټي په زندانونو کې د بندي کسانو لپاره د ویړیا تعلیم پالیسي جوړه کړې، چې د سزا له بشپړولو وروسته دغه کسان په ټولنه کې مناسب حیثیت ومومي.

د پوهنتون د رییس مرستیال پروفیسر ډاکټر شاهد صدیقي وايي، د ټول پاکستان له زندانونو له ۱۰۰۰ ډېر زندانیان د دوی له ادارې زده کړې تر لاسه کوي.