BBC
 شاته

کشمیر کې د ګرځبندیز پرمهال ښوونځي

د هند تر واک لاندې کشمیر په ډېرو برخو کې د روان تاوتریخوالي او ګرځبندیز له امله ډېر ښوونځي تړل شوي دي.

عکاس عابد بټ دغو لنډمهالو ښوونځیو ته تللی، چې وګوري، په نارامۍ کې ماشومان څنګه زده کړې کوي.

خو داوطلبو کسانو په کورونو او جوماتونو کې لنډمهالي ښوونیز مرکزونه جوړ کړي چې د ماشومانو د زده کړو بهیر روان وساتي.

چارواکو په کشمیر کې چې ډېری خلک یې مسلمانان دي، د تېر جولای له نهمې راهیسې د تاوتریخوالي په پیلېدلو پسې ګرځبندیز اعلان کړ.

له هندي پوځ سره په نښته کې د یوه وتلي وسله وال مشر برهان واني له وژنې سره دا تاوتریخوالی پیل شوی.

Image caption د امنیتي ځواکونو او مظاهره چیانو ترمنځ په نښتو کې له ۶۰ ډېر کسان چې ډېری ځوانان دي وژل شوي او په زرګونو نور ټپیان شوي. دا په سیمه کې د تېرو څو کلونو خورا بد تاوتریخوالی دی.

هند او پاکستان دواړه د لانجمن کشمیر د ملکیت دعوه لري او له ۶۰ ډېر کلونه کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټکر ټکی دی او دوه ځلې یې پر دغه سیمه خپلمنځي جګړې هم کړې دي.

په دې لانجمنه سیمه کې چې ډېری اوسېدونکي یې مسلمانان دي، ځینې وسله والو ډلو له هند د خپلواکۍ یا هم له پاکستان سره د یو ځای کېدلو لپاره وسله پورته کړې او جګړه کوي.

تابي د دویم ټولګي زده کوونکې ده، خو د تاوتریخوالي له پیلېدلو راهیسې یې ښوونځی تړلی دی. د تابي پلار په بایسیکل هغه د لنډمهلي ښوونځي د شین سهار ټولګیو ته راوړي. تابي وايي، خپل رسمي ښوونځی یې یادیږي، خو" له خپلو نویو استادانو او ملګرو سره هم مینه لري."

ماشومان د منظمو یا رسمي ښوونځیو په نشتوالي کې اوږدې لارې وهي او په دغو ټولګیو کې زده کړو ته ګونډې وهي.

د سرینګر په ریناوړاي سیمه کې دواطلب کسان له ۲۰۰ ډېرو زده کوونکو ته په جومات کې سبق ښيي.

د جومات مالکانو له هغه وروسته دا ښوونځی پیل کړ چې ۲۰ کسان داوطلبې معلمۍ ته تیار شول.

د څوکیو او مېزونو اخیستلو لپاره پیسې هم بسپنه شوې دي. ځینې حکومتي ښوونځي چې د تاوتریخوالي له امله تړل شوي، دغو لنډمهالو ښوونځیو ته یې خپل وسایل په پور ور کړي دي. خو په دا ډول ډېری ښوونځیو کې زدکوونکي تر ډېره په ځمکه کېني.

ډېر ماشومان هم د ډېرو امنیتي ځواکونو له پوستو تر تېرېدلو وروسته دغو متبادلو ښوونځیو ته رسیږي.

ځینې زده کوونکي په ډله ډله خپلو ټولګیو ته ځي او له داسې لارو ستنیږي چې پولیس او ملېشه ځواکونه پکې کم وي.

دواطلب یا رضاکار ځوانان وايي، د دې لنډمهالو ښوونځیو د پیلولو لپاره یې سخت کار کړی دی.

دواطلب خالد وايي، د متبادلو یا لنډمهالو ښوونځیو د تصور پرځایښت ناڅاپي خبره نه وه." موږ د زده کوونکو د موندلو سروې وکړه، د دوی له درسونو او دوی ته د ښوونکو پر موندلو مو ځانونه پوه کړل."

دا ډول ځینې ښوونځي د ودونو تالارونو کې پل شوي، ځکه د روان تاوتریخوالي له امله ډېرو خلکو خپل ودونه ځنډولي دي.