"له طالبانو سره د مسکو اړیکي له مجاهدینو سره د امریکا اړیکو ته ورته دي"
واشنګټن پوسټ له طالبانو سره د روسیې د اړیکو په اړه لیکي، په ډیسمبر کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هندي ډيپلوماټانو ته ویلي و چې مسکو له طالبانو سره د ډيپلوماټیکو اړیکو ملاتړ کوي.
واشنګټن پوسټ پوښتي، ولې ښاغلی لاوروف په ښکاره او په ډاګه دا اعلان کوي؟
د ده دلیل دا دی چې د سولې هر ډول افغان خبرې اترې د طالبانو له ګډونه ناشونې دي او زیاتوي چې له طالبانو سره خبرې اترې به منځنۍ اسیا ته د ترینګلتیا له کمولو سره مرسته وکړي.
د مقالې لیکوال لیکي: له طالبانو سره د روسیې دا ډيپلوماټیکه ښکېلتیا د بنسټ پالو اسلامي سازمانونو سره نړیوال اصول ننګوي.
خو واشنګټن پوسټ زیاتوي، د مسکو ملاتړ هغه څه ته ورته دی چې پخوا واشنګټن له هغو اسلامي جنګیالیو(مجاهدینو) کاوه چې د کابل له حکومت سره جنګېدل.
ښايي تګلاره دا وي چې مسکو د خپل چلند په اړه نړیوال توافق ومومي او د امریکا له تېر سره خپل ځان وتلي.
خو ورځپاڼه دا تګلاره له دوه مخۍ سره ملګرې بولي ځکه روسیه له ۲۰۰۷م کاله راهیسې طالبان د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني خو بیا هم له طالبانو سره نارسمي ډيپلوماټیک اړیکي ساتي.
نیویارک ټایمز :
د امریکا چاپ بله ورځپاڼه نیویارک ټایمز د ولسمشر غني او د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور تر منځ پر ترینګلو اړیکو لیکنه لري.
ورځپاڼه لیکي د بلخ پخوانی والي- چې ۱۳ کاله یې بلخ د پاچا په توګه تر واکمنۍ لاندې و- هغه مهال په دوبۍ کې و چې د ولسمشر محمد اشرف غني تلیفون ورته راغی او ورته ویې ویل له دندې ګوښه شوې!
ورځپاڼه کاږي، افغان ولسشمر د دریو کلونو په اوږدو کې هڅه کوله چې له ښاغلي نوره چې د بلخ د اقتصادي ولایت واکمني یې په لاس کې وه ځان خلاص کړي او لرې یې کړي.
خو هغه خبرې اترې ناکام شوې چې د ارګ او ښاغلي عطا تر منځ د هغه ګوند، جمعیت اسلامي ته د نورو دولتي څوکیو او امتیازاتو د ورکولو پر سر روانې وې.
کله چې نور له نورو سیمه ییزو لوبغاړو سره چې هغوی هم د ولسمشر غني منتقدین و خبرې اترې وکړې نو هغه مهال ولسشمر پرېکړه وکړه چې نور بس دی او له دندې یې ګوښه کړ.
خو ښاغلي نور نه یوازې د ولسمشر فرمان ونه مانه بلکې د امریکا په ملاتړ د کابل حکومت ته هم غاړه نه ږدي او د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ته د درېدو پلانونه لري.
د نیویارک ټایمز په باور دا د مرکزي حکومت لپاره یوه لویه ننګونه ده او همدا موضوع اوس د امریکایانو لپاره هم یوه ازماینه ده.
ګارډین:
ګارډین ورځپاڼه پوښتي ولې برتانیا د وینا پر ازادۍ د پاکستان بریدونو ته غلې او چوپه خوله ده.
ورځپاڼه کاږي، په دې وروستیو کې په پاکستان کې د خواله رسنیو فعالان او پر دین نه ولاړ کسان د دولتي ایجنټانو له خوا تښتول کېږي او تر شکنجو وروسته خوشي کېږي.
په پای کې دوی له بلاګونو او رسنیز فعالیته لاس اخلي او پر حکومت هم نیوکې نه کوي.
دوی پر هغو مذهبي ډلو هم نیوکې نه کوي چې حکومت یې په پټه ملاتړ کوي.
د ورځپاڼې په لیکنه تېره میاشت د سولې یو بل فعال په لاهور کې نیول شوی و چې وروسته مارکسیست پروفیسر په کراچۍ کې مړ وموندل شو.
تېره اونۍ خبریال تاها صدیقي- چې پر حکومت یې نیوکې کولې- د تښتونې له هڅې بچ شو.
ګارډین لیکي برتانیا په ادې اړه یانې د وینا پر ازادۍ د برید په اړه هېڅ نه وایي، ان د هغو خبریالانو ننګه هم نه کوي چې د برتانوي رسنیو لپاره کار کوي او نه هم د دغو پېښو غندنه کوي.
د ورځپاڼې په باور که پاکستان په داسې ستونزو سترګې پټوي خو برتانیا باید چوپه خوله پاتې نه شي.