BBC
 شاته

بدخشان کې د ښځو لاسي صنایع

په بدخشان ولایت کې یوه کورني مرکز د ۱۰۰۰ مېرمنو لپاره د مسلکي زدکړو زمینه برابره کړې ده. په دغه مرکز کې ښځو ته د لاسي توکو جوړول، د جامو ګنډل، د شیدو د محصولاتو راټولول او د کور توکو جوړول ورښيي.

اولیا اطرافي د دغه مرکز له یوې کارکوونکې سره لیدلي هغه وايي، د لاسي توکو بازار ته وده ورکول ډېرې ښځې هڅوي چې مسلکي زده کړې وکړي.