BBC
 شاته

افغانستان کې سیاسي شخړو د سوداګرۍ کچه راټیټه کړې

د افغانستان د سوداګرۍ خونه وایي، هېواد کې وروستیو سیاسي شخړو او په تېره بیا د ارګ او عطاء محمد نور ترمنځ نانندریو د سوداګرۍ کچه ټیټه کړې ده. د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزی وایي، سوداګرو ته د امنیتي ننګونو پرتله سیاسي نانندرۍ ډېرې د اندېښنې وړ دي او دا وېره ورسره ده، چې وارداتي او تولیدي توکي یې تالا نه شي.

نوموړی وایي، که دغه لانجې هوارې نه شي، سوداګر به د خپلو چارو درولو ته اړ شي. له ښاغلي الکوزي سره زموږ همکار اسدالله لودین مرکه کړې او په سر کې د سوداګرو د اندېښنو په اړه پوښتلی.