BBC
 شاته

فورډ شرکت پر برېښنايي ګاډو ۱۱ میلیارد ډالر پانګونه کوي

فورډ شرکت تر ۲۰۱۹ د رېنجر ډاټسن جوړولو هوډ کړی د انځور حقوق AFP
Image caption فورډ شرکت تر ۲۰۱۹ د رېنجر ډاټسن جوړولو هوډ کړی

د موټرجوړونې امريکايي کمپنۍ فورډ وايي، د برېښنايي ګاډو پر جوړولو په راتلوونکو پنځو کلونو کې یوولس ميلیارد ډالره پانګونه کوي.

فورډ دا ګام پرداسې مهال اخلي، چې پر موټرجوړوونکو شرکتونو د کاربون ګازونو د تولید او د هوا د ککړتیا له کبله نړيوال فشارونه ډېر شوي دي.

جنرال موټورز، ټویوټا او وولس واګون هم د برېښنايي ګاډو تولیدونو نوي پلانونه اعلان کړي.

د فورډ شرکت مشر بېل فورډ ویلي، دا شرکت به تر ۲۰۲۲ کال پورې ۱۶ بشپړ او ۲۴ نیمه بشپړ برېښنايي موټر ولري.

نوموړي خبریالانو ته وویل: "موږ ټول اوس په دې پروژه کې ښکېل یو، د شرکت دودیز موټر به تر خپله وسه پر برېښنايي ګاډو واړوو."

فورډ شرکت ۲۰۲۱ کې بې ډرېوره ګاډی بازار ته وړاندې کوي

د موټرجوړونې فیاټ کرایسلر شرکت امریکا کې نوې پانګونه کوي

کابل کې افغان محصل لمریز موټر جوړ کړی

د هغه په وینا، "که غواړو برېښنايي موټرو کې بریالي شو، نو باید هغه موټر ډېر کړو چې ډېر مینه وال لري."

د موټرو نړۍ کې کارپوهه سټیفاني برینلي وايي، د فورډ له خوا دا یو هوښیارانه ګام دی:

"رښتیا هم د برېښنايي موټرو جوړولو کې د نورو شرکتونو پانګونه هم غواړو."

د انځور حقوق Empics
Image caption د فورډ یوه مشر جیم هاکیټ، چې د مارک فیلډز ځایناستی دی ویلي، هڅه یې دا ده چې د تېلو پرتله د برېښنايي موټرو تولید ډېر کړي.

وولس واګون شرکت په تېره نومبر میاشت کې ویلي وو، تر ۲۰۲۲ پورې به د برېښنايي موټرو پر ښه والي او اتومات چلېدو ۴۰ میلیارد ډالر ولګوي. په دې معنا چې دا شمېر به تر مخکېني اعلان شوي هغه دوه برابره لوړ وي.

فورډ شرکت ویلي وو، تر ۲۰۲۰ پورې به ۱۱ میلیارد ډالر ولګوي. وړاندې دغه پانګونه ۴٫۵ میلیارد ډالر اعلان شوې وه.

د فورډ یوه مشر جیم هاکیټ، چې د مارک فیلډز ځایناستی دی ویلي، هڅه یې دا ده چې د تېلو پرتله د برېښنايي موټرو تولید ډېر کړي.