BBC
 شاته

ګوګل د انډرویډ ۷،۰ نوی چلیځ سیسټم جوړ کړی

"ګوګل" شرکت د ګرځنده ځیرکو تیلېفونونو او ټابلیټونو انډرویډ چلیځ سیسټم ته اوومه بڼه نوی سیسټم جوړ کړی. نوي سیستم ته "Nougat نوګاټ" نوم ورکړی شوی دی.

ددغه نوي چلیځ سیسټم یوه ځانګړتیا دا ده چې هم مهاله پر ښیښه کې دوه کاریالونه (اپلېکېشنونه) کار کولی شي.

همدارنګه، په ډېرو پېچلو درې ګوټیزه رسمونو کې هم ښه فعالیت کوي.

خو دغه سیسټم یوازې په هغو ځیرکو ټیلېفونونو او ټابلیټونو کې کار کوي، چې د نوي چلیځ سیسټم لپاره د رالېښلو (ډاونلوډولو) "نېکسن" نښه ولري.

ګوګل وايي، د "ال جي" شرکت له خوا په نوي جوړېدونکي تیلېفون کې به دا نوی چلیځ سیسټم هم کارنده وي، خو د نورو ځیرکو وسیلو کاروونکي باید د نوي چلیځ سیسټم تر ازمېښتي پړاو پوره کېدو پورې انتظار وباسي.