BBC
 شاته

د کونړ ناړۍ کې د افغان او پاکستاني پوځ د احتمالي جګړې له وېرې لسګونه کورنۍ وتلې

کونړ د انځور حقوق Getty Images
Image caption وړاندې هم پاکستاني پوځ افغان لوري ته کونړ کې توغندي توغولي

د افغانستان په ختیځ کې د کونړ ولایت له ناړۍ ولسوالۍ سلګونه کورنۍ د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د احتمالي جګړې له وېرې له خپلو کورونو وتلې دي.

ویل کېږي، پاکستاني ځواکونه غواړي هلته د ډېورنډ لیکې په اوږدو کې اغزن تار وغځوي، چې کابل يې تل پر دې لیکه د خنډونو او دروازو جوړولو مخالفت کړی.

افغان حکومت وايي، د بېځایه شویو د مرستې تر څنګ دوی ته له ځانه د دفاع امر شوی او له بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستې پر برابرولو غور کوي.

د کونړ له دې سرحدي او لیرې ولسوالۍ نه په ساړه ژمي کې اوسېدونکي وروسته تر هغه له خپلو سیمو وتلو ته اړ شول، چې افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونه یو او بل ته ګوتې په ماشه شول.

د پاکستان پوځ د دوکلام او ارندو ترمنځ د اغزن تار غځول او دروازې لګول غواړي، همدغه کار افغان حکومت او خلک دواړه وپارول.

کونړ کې ناړۍ ته غځېدلې لار له څو ورځو راهیسې بنده ده

کونړ: ښوونځی او کلینیک په بمونو الوځول شوي

"حکومت دې د غازي اباد او ناړۍ ولسواليو لار پرانېزي"

د کونړ د پولیسو مشر پاسوال جمعه ګل همت وايي کابل ورته د خپلې خاورې د کلکې ساتنې امر کړی:

"د افغانستان د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندان حکم موږ ته رارسېدلی، که د پاکستان نظامیان، چې همدا اوس لګیا دي، جګړه یا د اغزن تار غځول پیل کړي، تاسو به په متانت او مېړانه دفاع کوئ."

له ناړۍ ولسوالۍ نه سلګونو کورنیو د ماشې له کش کولو وړاندې خپل کورونه پرېښي او د کونړ بېلابېلو سیمو ته ورغلي.

د ولایتي شورا غړی حاجي شیر زمین چې خپله هم ددغې ولسوالۍ اوسېدونکی دی، وايي حکومت دې د بې ځایه شویو د مرستې لپاره تابیا وکړي او مخکې له مخکې دې ناړۍ ولسوالۍ ته انساني مرستې ورورسوي:

"زموږ نظامي قطعات د تیارسئ په حالت کې دي، پاکستان تل غوښتي زموږ هېواد کې نیابتي جګړه وکړي. له دې سیمې نژدې ۹۰ سلنه کورنۍ وتلې او نورې د وتلو په حال کې دي. ددې لپاره تر اوسه هېڅ ډول تدابیر نه شته."

د کونړ ولایتي ادارې د بې ځایه شویو لپاره بېړنۍ مرستې غوښتې او اړوندې ادارې یې ګومارلې چې د کډوالو لاسنیوي ته مټې رابډوهي.

د انځور حقوق .
Image caption د کونړ ناړۍ ولسوالي د کرښې د بلې غاړې له چترال سره جوخته پرته ده

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصصم بي بي سي ته وویل:

"د بې ځایه شویو خلکو موضوع مو د سیمه ییزو ارګانونو له خپلواکې ادارې سره هم شریکه کړې او د ولایتي ادارې له خوا د سروې او مرستې چمتووالی روان دی."

د کونړ دغه ولسوالي د کرښې د بلې غاړې له چترال سره جوخته پرته ده، یوځل مخکې هم په دغه ولسوالۍ کې افغان او پاکستاني ځواکونه سره کېوتلي وو او دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

دا ځل د افغان امنیتي ځواکونو په څنګ کې ځايي خلک هم سره یولاس شوي او وايي د اغزن تار او دروازې جوړولو ته به اجازه ورنه کړي.

دلته د شخې شولانګې د مخنیوي لپاره په ځايي کچه هڅې شوې، خو لا بې پایلې دي.