BBC
 شاته

فاریاب: 'طالبانو د محصل سر پرې کړی، جسد کې یې ماین اېښی'

Image copyright f

د فاریاب د والي ویاند ویلي، طالبانو د پوهنتون یوه محصل سر پرې کړی او د هغه مړي کې یې ریموټ کنټرول بم ځای پرځای کړی او د لویې لارې ترڅنګ یې ایښی دی.

جاوید بیدار بي بي سي ته وویل، طالبانو وړمه ورځ ماښام (اسد/زمري ۳۱مه) دا محصل د بلخ فاریاب پر لویه لاره د دشت فیض اباد په سیمه کې له موټر نه ښکته کړی و او تېره ورځ یې مړی د سړک پر غاړه اچول شوی چې سر یې له تنه پرې شوی و.

ښاغلي بیدار زیاته کړه، کله چې امنیتي ځواکونه د دغه محصل د مړي لېږدولو لپاره دشت فیض اباد ته لاړل، د هغه په خېټه کې ځای پرځای شوی ماین یې کشف او خنثی کړ.

د هغه په وینا، طالبانو په دې نیت د هغه په خېټه کې ماین ځای پرځای کړی و چې کله امنیتي ځواکونه د هغه مړي لېږدولو لپاره نژدې شي نو له لرې چاودنه ورکړي.

د فاریاب ولایت ویاند ویلي، طالبان د خلکو ترمنځ وېرې خپرولو لپاره د فاریاب کرنې پوهنځي د درېیم کال ددغه محصل سر پرې کړی او مړی یې پر لاره اچولی.

هغه همداراز ویلي، امنیتي ځواکونو په دې اړه خپلې څېړنې پیل کړي او د هغه د عاملینو نیولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

طالبانو لا ددې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

ښاغلي بیدار وویل، کومه سیمه کې چې طالبانو دا محصل له موټره ښکته کړل، د دولت تر کنټرول لاندې ده، خو کله ناکله ددغې ډلې وسله وال دغې سیمې ته راځي.

هغه زیاته کړه، د امنیتي ځواکونو د اطلاعاتو له مخې، دا محصل د سمنګانو ولایت د دره صوف ولسوالۍ اوسېدونکی و چې د فاریاب له مرکز میمنې ښار نه یې غوښتل مزار شریف ته لاړ شي.

د وژل شوي کس د مړي انځورونه چې ښکاري سر یې له تنه پرې شوی په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي.