شاته

د سوري ماشوم وېډیو د ملګرو ملتونو غونډې د بحث محور وګرځېده

د سوریې حلب ښار کې د یوه ټپي شوي ماشوم وېډیو چې نړۍ ته‌یې ټکان ورکړ د سوریې په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرونۍ غونډې د بحثونو اصلي محور و.

د امنیت شورا یوه جګپوړي مقام او د دې شورا نورو غړو په حلب ښار کې چې ډېره برخه‌یې د بشارالاسد د رژیم د وسله‌والو مخالفینو په ولکه کې ده او له څو میاشتو راهیسې دولتي ځواکونو کلابند کړی، د بشري مرستو د رسولو لپاره په جګړو کې د وقفې غوښتنه وکړه.

د بشري مرستو په چارو کې د ملګرو ملتونو سرمنشي مرستیال سټیفن اوبراین د امنیت شورا غونډې ته وویل، یوازې یوه شېبه فکر وکړئ او تصور یې کړئ چې که دا ماشوم ستاسو وای. هغه ماشوم چې له وېروونکې جګړې پرته‌یې بل هېڅ نه‌دي لیدلي.

د امنیت شورا غونډې تقریباً ټولو ګډونوالو د عمران دقنیش په نوم د هغه پنځه کلن ټپي ماشوم یادونه کوله چې وېډیو یې په ټوله نړۍ کې خورا زیاته ولیدل شوه.

په دې وېډیو کې چې څو ورځې مخکې پر ټولنیزو شبکو خپره شوه دا پنځه کلن هلک په یوه امبولانس کې ناست دی، د جګړې خاورې او دوړې یې چې پر مخ او سر دي وینې ترې بهېږي ناست دی.

عمران او د کورنۍ غړي یې تېره اوونۍ په قطرجي نومې سیمه کې چې د وسله‌والو مخالفینو په ولکه کې ده، له بمبارۍ وروسته وژغورل شول خو د هغه لس کلن ورور وروسته د ټپونو له کبله په روغتون کې ساه ورکړه.