BBC
 شاته

'سایکل چلول د نارینه وو جنسي روغتیا نه زیانمنوي'

څېړونکو سایکل چلوونکي له ځغستونکو سره پرتله کړي د انځور حقوق Getty Images
Image caption څېړونکو سایکل چلوونکي له ځغستونکو سره پرتله کړي

یوې نوې څېړنې ښودلې چې سایکل چلول د نارینه وو جنسي روغتیا نه زیانمنوي. مخکې داسې ویل کېدل چې سایکل ښایي د نارینه وو پر جنسي ځواک او د تشو میتیازو د کولو پر وړتیا بده اغېزمنه وکړي.

څېړونکو سایکل چلوونکي له ځغستونکو سره پرتله کړي او ویې مونده چې د دوی جنسي او د تشو میتیازو وړتیا سره یو ډول ده.

دا موندنې د مخکنیو څېړنو خلاف راوتلي چې ویل یې سایکل چلول ورو ورو د انسان جنسي وړتیا ځپي. د څېړنې لیکوال وایي د سایکل چلونې ګټې د هغې تر احتمالي زیانونو خورا ډېرې دي.

دې لړ کې د برتانیا، امریکا، کاناډا اسټرالیا او نیوزلنډ ۲۷۷۴ بایسکل چلوونکو، ۵۳۹ لامبوزنو او ۷۸۹ ځغاستونکو ارزونه شوې او له هغوی نه یې د جنسي روغتیا او د تشو میتیازو د وړتیا په اړه ډول ډول پوښتنې کړې دي.

په ټولو ډلو کې د پلټونکو په وینا جنسي ځواک او د میتیازو وړتیا سره ورته وه، که څه هم ځیني سایکل چلوونکي د میتیازو له سختوالي سره مخامخ وو - یعنې د متیازو د وتلو لارې یې تنګې شوې وې.

دوی دا هم ویلي چې د هغه چا چې ډېر سایکل چلوي یعنې تر دوو کلو ډېر یې په اوونۍ کې درې ځله په اوسط ډول نژدې څلوېښت کیلومتره سایکل چلولی او هغه چا ترمنځ چې شوقي سایکل چلوي، دومره ډېر احصاییوي توپیر نه شته.

د څېړنې چمتو کوونکي چې د یورولوژۍ په مسلکي مجله کې خپره شوې، وایي موندنې یې د مخکنۍ څېړنې خلاف راختلي چې ویل یې سایکل چلونه د نارینه د جنسي غړي د خوځېدو وړتیا کمزوروي.

خو د سایکل چلوونکو یوې سلنې څرګنده کړې چې له دې امله یې د جنسي غړو موقتي بې حسه کېدل احساس کړي دي.

ورزش د زړه ناروغۍ خطر کموي

ورزش څه وخت خطرناک وي؟

دا ټوله څېړنه له بېلابېلو ډلو سره د پرتلنې او د پوښتل شویو د شمېر د لږوالي له امله یو محدودیت لري. څېړونکي وایي په راتلونکې کې به پر هغو کسانو چې د جنسي غړي له بې حسه کېدو شکایت لري ډېر پام ټول وساتي چې وګوري د کومې بلې ستونزې ښودونکی خو به نه وي.