BBC
 شاته

د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون نوی غړی ټاکل شوی

سید حفیظ الله هاشمي وړاندې د افغانستان مشرانو جرګې د دارالانشا د رییس په توګه کار کاوه. د انځور حقوق ARG
Image caption سید حفیظ الله هاشمي وړاندې د افغانستان مشرانو جرګې د دارالانشا د رییس په توګه کار کاوه.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري ویل شوي، سید حفیظ الله هاشمي یې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د غړي په توګه ټاکلی دی.

د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د درېیو په شرایطو برابرو کاندیدانو د اسنادو تر ارزولو وروسته، ښاغلی هاشمي پر دغې دندې ګومارل شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ولسمشر، اجراییه رییس، د ولسمشر دویم مرستیال، د قاضي القضات او لوی څارنوال په شتون کې له کاندیدانو سره تر مرکو وروسته دا پرېکړه شوې ده.

نوموړی وړاندې د افغانستان مشرانو جرګې د دارالانشا د رییس په توګه کار کاوه.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون پخواني رییس نجیب الله احمدزي له ګوښه کېدو وروسته، ولسمشر محمد اشرف غني د غوراوي کمېټې ته امر وکړ چې بیا خپل کار پیل کړي او د ښاغلي احمدزي تشې څوکۍ ته کاندیدان وروپېژني.

ښاغلي هاشمي له دې مخکې د افغانستان مشرانو جرګې د دارلانشا رییس په توګه دنده لرله.

د افغانستان ټاکنو کمېسیون غړي

نوم د پلار نوم ولایت قوم عمر د زده کړو کچه د دندې موده
۱. سید حفیظ‌ ‌الله هاشمي سید عبدالحق خان لغمان پښتون ۴۷ کاله مافوق لیسانس ۵ کاله
۲. عبدالقادر قریشي عبدالواسع بلخ ازبک ۳۹ کاله لیسانس ۵ کاله
۳. ملیحه حسن غلام حسن کابل هزاره ۴۴ کاله مافوق لیسانس ۵ کاله
۴. وسیمه بادغیسی عبدالغفور بادغیس تاجیک ۳۶ کاله مافوق لیسانس ۵ کاله
۵. معاذالله دولتی فتح محمد غور ایماق ۴۱ کاله مافوق لیسانس ۳ کاله
۶. رفیع‌الله بیدار بنارس خان ننگرهار پشه‌ای ۶۱ کاله دوکتورا ۳ کاله
۷. گلاجان عبدالبدیع صیاد محمد یوسف کابل پشتون ۴۳ کاله دوکتورا ۳ کاله
د انځور حقوق GMIC
Image caption غوراوي کمېټۍ تېره اونۍ تایید کړه، چې لسګونه غوښتنلیکونه یې تر لاسه کړي دي

دغوراوي کمېټه د سترې محکمې، بشري حقونو خپلواک کمېسیون، د اساسي قانون پلي کېدو څار کمېسیون، د مدني ټولنې یوه استازي او د ښځو حقونو فعالانو له استازو جوړه ده.

د دغې کمېټې مشر جاوید رشیدي د تېرې شنبې پر ورځ وویل، د افغان حکومت مشرانو د 'سیاسي ملاحظاتو ' له کبله و نه شوای کړی د ښاغلي احمدزی ځای ناستی له هغه نوملړه وګوماري، چې تېر منی ولسمشر ته استول شوی و، چې په وینا یې له همدې کبله کمېټې دویم ځل کار پیل کړی.

ښاغلی رشیدي وايي، سږ کال یې د ۵۷ کسانو غوښتنلیکونه تر لاسه کړي دي، چې درې باید ولسمشر ته ور وپېژندل شي.

ارګ: د احمدزي ګوښه کولو پرېکړه ټاکنیز کمېسیون کړې ده

سیاف: که پارلماني ټاکنې ونه شي، کړکېچ به پیل شي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون بریالیو نوماندانو ته 'وکالت پاڼې' ورکړې

پروسږ کال دغې کمېټې ولسمشر ته ۲۱ کسان ورپېژندلي وو، چې له هغوی نه ولسمشر غني اووه کسان د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړیتوب لپاره وټاکل.

د قانون له مخې له دغو کسانو نه د یوه یا یو شمېر کسانو د مړینې، استعفا یا ګوښه کېدو په صورت کې ولسمشر کولای شي پر ځای یې له هماغو ۲۱ کسانو بل یا نور وټاکي.

د انځور حقوق Getty Images

د قانون له مخې باید پارلماني ټاکنې ۱۳۹۴ کال کې شوې وای، د اوسنۍ ولسي جرګې کاري دوره شاوخوا دوه کاله وړاندې پای ته رسېدلې ده، خو هغه مهال حکومت وویل ټاکنو ته شرایط نه دي برابر او تر راتلونکو ټاکنو یې د جرګې کار وغځاوه.

د ټاکنو کمېسیون د ۱۳۹۷ لمریز کال د چنګاښ ۱۶ د پارلماني ټاکنو ورځ اعلان کړې ده، خو په دې اړه هم اندېښنې شته، ځکه کمېسیون هم مشروط چمتووالی ښوولی.