BBC
 شاته

د خوستیو ښځو پروړاندې تارویخوالی؛ ډېر شوی که کم شوی؟

Image caption د خوست د ښځو چارو سرپرسته ډاکتره ملالۍ ولي وایي، د تاوتریخوالي په ثبت شویو پېښو کې تر ډېره وهل ټکول، د بدل له ودونو راپورته شوې ستونزې او له کوره د تېښتې مسلې دي.

د افغانستان سوېل ختیځ خوست ولایت د ښځو چارو ریاست چارواکي وایي، په دې ولایت کې د تېر کال په پرتله د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي پېښې کمې شوې دي.

دوی وایي، د تېر ۱۳۹۴ کال لومړۍ نیمايي کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي شاوخوا ۳۵ پېښې ثبت وې، چې سږ دغه شمېر ۲۳ ته راښکته شوی دی.

د خوست د ښځو چارو سرپرسته ډاکتره ملالۍ ولي وایي، د تاوتریخوالي په ثبت شویو پېښو کې تر ډېره وهل ټکول، د بدل له ودونو راپورته شوې ستونزې او له کوره د تېښتې مسلې دي.

نوموړي بي بي سي ته وویل: "زما په باور، دغه تاوتریخوالی ځکه کم شوی، چې موږ تېر کال د عامه پوهاوي ګڼ پروګرامونه لرل. ولسوالیو ته مو سفرونه وکړل، له قومي مشرانو او دیني عالمانو سره مو د ښځو د ژوند د ښه کولو په موخه ګڼې غونډې درلودې. دوی ډاډ او ژمنې راکړې، چې د ښځو د ژوند او د ارزښت په اړه به په جرګو مرکو، جوماتونو او د منبرونو له لارې له ولس سره هم دیني او مدني قوانینو په اړه معلومات شریکوو."

ملالۍ ولي وایي، په یادو پېښو کې د ځینو ستونزو په حلولو دا بریالۍ شوې او تر ۱۵ یې قضایي او کشفي ادارو ته لېږلې او د ښه حل لپاره یې په خپله تعقیبوي.

یوه نیمه میاشت کې د ځانوژنې څلور پېښې

په ورته وخت کې د خوست ځینې ولسي وګړي وایي، په تېره یوه نیمه میاشت کې د خوست په مرکز کې څلورو ښځو ځانونه وژلي دي.

Image caption د مدني ټولنې ښځینه غړي فاطمه وایي، اوس هم په دغه ولایت کې ښځې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي:

خوست ښار کې یوه اشپز ګل الرحمن بي بي سي ته وویل: "د دریو داسې ښځو د فاتحې د مراسمو ډوډۍ مې پخې کړې دي، چې د کورني تاوتریخوالو له امله یې ځانونه وژلي وو او دوی ټولې واده شوې وې."

د خوست د مرکز یوه بل اوسېدونکي انیس خان بي بي سي ته وویل، د کوچني اختر په شپو او ورځو کې یې په کلي کې یوه پېغله نجلۍ چې له واده یې څلور میاشتې تېرې شوې وې ځان وژنه وکړه.

ده وویل، نجلۍ کلي کې یوه کس په زور ځانته واده کوله او هغه کس په سیمه کې ښه نوم نه درلود او پاکستان کې اوسېده، نه نجلۍ او نه یې کورنۍ راضي وه، چې نجلۍ ور واده کړي.

نوموړی وایي، یاد کس د نجلۍ پر کورنۍ فشار راوړه او څو ځله یې په کور وسلواله برید هم وکړ.

Image caption په وروستیو کلونو کې له افغان مېرمنو سره تاوتریخوالی ډېر شوی، چې په ګڼو پېښو کې له ښځو سره زړه بوږوونکی چلند شوی دی.

انیس خان بي بي سي ته وویل: "واده شوې نجلۍ د دې لپاره ځان وواژه، چې زما په سر چې مې وروڼه یا د کورنۍ نور غړي وژل کېږي زه باید خپله ځان ووژنم او زما پر سر راپورته شوې ډرامه باید نوره پای ته ورسوم."

د مدني ټولنې ښځینه غړي فاطمه وایي، اوس هم په دغه ولایت کې ښځې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي:

"د مرکز ښځو ژوند په اوسط ډول د لیرې پرتو سیمو د ښځو د ژوندن په پرتله ښه دی، خو کلیوالو سیمو کې ښځې نه سمو روغتیایي اسنتیاوو، نه سمو زده کړو ته لاسرسی لري او د دې ترڅنګ له سختو کلتوري محدودیتونو او کورني تاوتریخوالي سره هم مخامخې دي او د ځان په اړه پرېکړو کې هېڅ واک او صلاحیت نه ورکول کېږي."

د تېرې سلواغې پر ۱۱مه، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قربانیانو د ملاتړ وجهي صندوق پرانیست.

Image copyright arg
Image caption ولسمشر غني د وجهي صندوق پرانیستلو پرمهال له دغه صندوق سره له خپله جیبه هم مرسته وکړه

په وروستیو کلونو کې له افغان مېرمنو سره تاوتریخوالی ډېر شوی، چې په ګڼو پېښو کې له ښځو سره زړه بوږوونکی چلند شوی دی.