BBC
 شاته

"له ایرانه مو خپل مړي په پیسو واخیستل"

تخار
Image caption په ایران کې د یوه اعدام شوي زلمي پلار محمد حسین بي بي سي ته وویل، د زوی د راخوشي کولو لپاره یې ډېرې هڅې وکړې، خو ګټه یې ونه کړه

د افغانستان تخار کلفګان ولسوالۍ ځینې اوسېدونکي وايي د غریبۍ له له امله یې ځوانان ایران ته ځي، خو هلته بیا د نشه یي توکو د قاچاق په تړاو د مرګ سزا ورکول کېږي. دوی ادعا کوي چې له اعدام وروسته د خپلو دوستانو مړي له ایرانه په پیسو اخلي.

په وروستیو کلونو کې ۹۰ کسان چې د تخار ولایت د کلفګان ولسوالۍ اوسېدونکي وو، په ایران کې په دار ځړول شوي او د یادې ولسوالۍ څه باندې ۳۰۰ زندانیان له ورته برخلیک سره مخامخ دي.

دغه کسان ظاهراً د نشه يې توکو د قاچاق په تور نیول شوي.

زهرا هغه مور ده چې په ایران کې یې دوه زامن چې یو یې ۳۰ کلن او بل يې نژدې ۴۰ کاله عمر درلود، د مخدره توکو د قاچاق په تور اعدام شوي دي، د زامنو مرګ د هغې فکري تمرکز ته ستونزې جوړې کړي دي.

ایران پنځه افغان بندیان اعدام کړي

ایران ۱۲ افغانان اعدام کړي دي

ایران کې اعدام شوي افغانان خاورو ته وسپارل شول

افغانستان ایران کې د افغانانو اعدامېدل غندلي

کابل د اعدامېدونکو افغانانو د سزا کمولو هڅې کوي

ایران کې اعدامېدونکو "وکیلانو ته لاس رسی" نه درلود

د شپېته کلني زهرا یو زوی لاهم په ایران کي بندي دی. د دوو اعدام شوو زامنو بوره مور وايي:

"یا به زما نصیب وو یا مې د زامنو، ورځ یې پوره شوي وه، مړي یي راته راوړل، د یو زوی مې ۵ او د بل ۶ ماشومان پاتې شول. لاړل مړه شول."

Image caption زهرا هغه مور ده چې په ایران کې یې دوه زامن چې یو یې ۳۰ کلن او بل يې نژدې ۴۰ کاله عمر درلود

یوازې زهرا نه ده چې د زامنو د مرګ غم یې ملا کړوپه کړې، ددې ولسوالۍ لسګونه میندي دې ته ورته برخلیک لري .

Image caption په ایران کې د یوه اعدام شوي زلمي پلار محمد حسین بي بي سي ته وویل، د زوی د راخوشي کولو لپاره یې ډېرې هڅې وکړې، خو ګټه یې ونه کړه

'ما نور وړي او اعداموي مې'

په ایران کې د یوه اعدام شوي زلمي پلار محمد حسین بي بي سي ته وویل، د زوی د راخوشي کولو لپاره یې ډېرې هڅې وکړې، خو ګټه یې ونه کړه:

"د سهار لمانځه وخت چې راورسېد، له موږ سره یې مخه ښه وکړه او ویې ويل ما نور وړي او اعداموي مې. د هغه مړی یې هم په پیسو راباندې وپلوره چې بیا مو دلته ښخ کړ."

Image caption ایران ته د تللو ځوانانو نامعلوم برخلیک د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.

د دغې ولسوالۍ ځیني مشران دا مني چې خپلوانو یې د مخدره توکو په قاچاق کې لاس درلود، خو ځینې کليوال بیا وايي دغه کسان په ناپوهۍ کې د قاچاق وړونکو لاس ته ورځي او هغوی یې په معده کې مخدره توکې ځای پر ځای کوي او له هغه وروسته یې ایران ته لیږي.

شمش العارفین وايي دوه وړونه یې په ایران کې اعدام شوي:

"د لته قاچاق وړونکي شته چې ځوانانو ته خپلې ډېري پيسي ورښيي او ورته وايي په یوه ځل به مو ژوند جوړ شي. تېرباسي یې، موږ ورته وايو چې دا کار ناقانونه دی او مه یې کوئ. زموږ خبره نه اوري. زما دوه کشران او یو مشر ورور اعدام شول."

غریبي، بېکاري او ورځ تر بلې د اقتصادي ستونزو پراخوالی او د انسانانو د قاچاق وړونکو هڅونې هغه لاملونه دي چې د تخار ولایت د کلفګان ولسوالۍ سلګونه ځوانان یې د ایران پر لور خوځولي دي.

ایران ته د تللو ځوانانو نامعلوم برخلیک د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.

Image caption په ۲۰۱۴ کال د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له ایران وغوښتل، چې په اعدام د محکومو شویو نورو افغانانو سزا دې په عمري بند واړوي، خو ښکاري چې ایران یې دا غوښتنه بابیزه ګڼلې ده.

د دغې ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، له کورنیو چارو وزارت څخه یې غوښتنه کړې وه چې له هېواده د ځوانانو د تګ د مخنیوي لپاره باید پاسپورټ د قومي مشرانو له تایید پرته ورنه کړي خو داسې ښکاري چې د پاسپورټ ادارې د دغه مشرانو غوښتنو ته پام نه دی کړی.

په ۲۰۱۴ کال د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له ایران وغوښتل، چې په اعدام د محکومو شویو نورو افغانانو سزا دې په عمري بند واړوي، خو ښکاري چې ایران یې دا غوښتنه بابیزه ګڼلې ده.