BBC
 شاته

افریقايي ټولنه: ټرمپ باید بښنه وغواړي

افریقايي اتحادیې ویلي، ټرمپ باید رسماً بښنه وغواړي چې په وینا یې نوموړی په سمه توګه افریقا نه پېژني. د انځور حقوق Getty Images
Image caption افریقايي اتحادیې ویلي، ټرمپ باید رسماً بښنه وغواړي چې په وینا یې نوموړی په سمه توګه افریقا نه پېژني.

افریقایې ټولنې، چې د ۵۵ هېوادونو د لویې وچې استازیتوب کوي، له ډونلډ ټرمپ نه ‎غوښتي چې د خپلو سپکوونکو څرګندونو بښنه وغواړي. ټرمپ ځینې افریقايي او بې وزله هېوادونه 'خیرن' بللي وو.

د ملګرو ملتونو د بشری حقونو ویاند هم د افریقايي هېوادونو په تړاو د ټرمپ خبرې سپکوونکې او له توکمپالنې ډکې بللې وې.

افریقايي اتحادیې ویلي، ټرمپ باید رسماً بښنه وغواړي چې په وینا یې نوموړی په سمه توګه افریقا نه پېژني.

ښاغلي ټرمپ تېره ورځ د کډوالو د قوانینو اصلاح کولو په اړه د کانګرس د ځینو استازو په ناسته کې افریقایانو ته ناسم توري کارولي وو.

ټرمپ څه ویلي؟

رپوټونه وايي، ټرمپ ویلي: ''ولې د هغو هېوادونو وګړو ته دلته د راتلو اجازه ورکړو چې 'خیرن' دي؟''.

ولسمشر ټرمپ د ځینو هېوادونه لپاره نامناسب ټکي کاروول نه مني

د ټرمپ په اړه نوي کتاب کې اته لانجمن ټکي

اور او غوسه کتاب کې: ټرمپ شهزاده محمد خپل "بنده" بولي

خو نوموړي وروسته دا رد کړې چې ګني د 'خیرن' توری یې دې ورته کارولی وي. سپینې ماڼۍ له ټرمپه د دفاع په تړاو یوه خبرپاڼه کې ویلي، ټرمپ دا ډول سپکوونکي توري نه دي کارولي.

افریقايي ټولنې ویلي ''د ټرمپ دا خبرې له امریکايي باورونو، درناوي او انسان ته د کرامت له ارزښتونو سره په ټکر کې دي''.

''په داسې وخت کې چې موږ د هغه د څرګندونو په غبرګون کې له غوسې او کرکې ډک عکس العمل ښیو، افریقايي ټولنه په دې باور ده چې د افریقا لویې وچې او وګړو په اړه د امریکايي ادارې په ذهن کې ډېر ناسم پوهاوی رامنځ ته شوی.''

پاناما کې د امریکا سفیر: د ټرمپ دولت ته نور خدمت نه شم کولی

د انځور حقوق Reuters
Image caption پاناماکې د امریکا سفیر جان فیلي ویلي، تېره میاشت یې خپله استعفا د بهرنیو چارو وزارت ته سپارلې ده

د ټرمپ سپکوونکو خبرو ته له غوسې د ډکو غبرګونونو پرمهال، پاناما کې د امریکا سفیر استعفا اعلان کړې او وايي چې نور د ټرمپ له دولت سره کار نه شي کولی.

جان فیلي چې د امریکا پوځ کې یې کار کړي، د جمعې په ورځ وویل، تېره میاشت کې د بهرنیو چارو وزارت ته د خپلې استعفا خبر ورکړی.