BBC
 شاته

۱۱ کلنې خوله نعمان ته د کاناډا لومړي وزیر پیغام

خوله وايي، اوس ښوونځي ته پر لار ډېره وېرېږي د انځور حقوق Reuters
Image caption خوله وايي، اوس ښوونځي ته پر لار ډېره وېرېږي

د کاناډا پولیس له هغه سړي پوښتنې کوي، چې په تورنټو کې یې پر ۱۱ کلنې حجاب لرونکې نجلۍ برید وکړ او دوه ځلې یې په بیاتي د هغې د حجاب څیرلو هڅه وکړه.

څېړونکي اوس پر دې بوخت دي چې ایا دا برید له کرکې ډک جرم دی او که څنګه.

خوله نعمان له خپل کوچني ورور سره ښوونځي ته پر لار وه چې یو سړی یې شا ته روان و او دوه ځلې یې د حجې د حجاب څیرلو هڅه وکړه.

ماشومې چیغې کړې او سړی وتښتېد، خو هغه بیا ورغی او د حجې حجاب یې ترې لیرې او څیرې کړ.

پولیسو ویلي برید کوونکی اسیا الاصله ډنګر ځوان دی، چې عمر یې د ۲۰ او ۳۰ کلونو ترمنځ اټکلېږي.

د خوله نعمان ورور ویلي، د سړي تور وېښتان او نري برېتونه وو، طبي عینکې یې پر سترګو وې او تور لاسماغو ګان یې پر لاس وو.

خولې د بولین جانسن ښوونځي یوه خبري غونډه کې برید کوونکي ته په خطاب کې وویل: "تا غلط کار وکړ، په ځانګړې توګه دا چې زه ماشومه یم".

لومړنۍ حجاب لرونکې ګوډۍ بازار ته وړاندې شوه

د مبارزې سمبول ښځه

دا وايي اوس ښوونځي ته پر لار "ډېره وېرېږي".

له پېښې وروسته خوله نعمان ته د خواخوږي ډېر پیغامونه استول شوي، چې د کاناډا لومړی وزیر جاسټین تروډو هم د خپلې خواخوږۍ پیغام وراستولی دی:

"زړه مې له هغې کوچنۍ ماشومې سره دی، چې د خپل دین له کبله پرې برید شوی. هېڅ تصور نه شو کولی چې هغه به څومره وارخطا وه. له هغې، کورنۍ او ملګرو یې غواړم پوه شي چې دا د کاناډا ارزښتونه نه دي."

د خوله مور خبریالانو ته وویل، دا برید "هېڅکله د کاناډا استازیتوب نه کوي."