BBC
 شاته

"امریکا پاکستان کې یو لوریز عملیات نه کوي"

د انځور حقوق AFP
Image caption جوزف ووټل او قمر باجوه.

د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال جوزف ایل ووټل د پاکستان د ځمکني پوځ لوی درستیز قمر جاوید باجوه ته ویلي، چې پاکستان دې د هغو "افغان وګړو" پرضد عملیات وکړي چې افغانستان کې د بریدونو لپاره د پاکستان خاوره کاروي.

امریکا له کلونو راهیسې پر پاکستان نیوکه کوي چې خاوره کې یې داسې وسلوال پټنځي لري چې افغانستان کې پر امریکايي ځواکونو بریدونه کوي.

جوزف ایل ووټل هم دې ته په اشارې ویلي، چې امریکا کې د دې فکر له امله د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان پر خدمتونو سیوری غوړېدلی دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مشر تورنجنرال اصف غفور په یوه بیان کې دا خبره کړې ده.

* امریکا له پاکستان سره څومره مرسته کړې؟

* "د پاکستان مشران د ټرمپ دریځ غندي خو حل لار نه لري"

په بیان کې زیاته شوې چې د امریکا د ولسمشر په ټویټ پسې د دواړو هېوادونو د اړیکو له خرابېدو وروسته یوه اونۍ کې له قمر جاوید باجوه سره د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشر او یوه امریکايي سناتور ټلیفوني خبرې کړې دي.

خو د سناتور نوم یاد شوی نه دی.

د پاکستاني پوځ بیان کې راغلي، چې جنرال ووټل له باجوه سره خبرو کې ویلي امریکا په پاکستان کې "یو لوریز عملیات نه کوي".

هغه جنرال باجوه ته دا هم ویلي، چې امریکا د ترهګرۍ جګړه کې د پاکستان رول ستايي او هیله من دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ناندرۍ لنډمهالې وي.

پاکستاني چارواکي وايي، جوزف ووټل له باجوه سره خبرو کې د ایتلافي ملاتړ فنډ په تړاو هم خبرې کړې دي.

د پاکستان ځواب

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاکستاني چارواکي وايي، د امریکا د مرستو ځنډېدل به د هغو وسایلو پرزې زیانمنې کړي چې امریکا دغه هېواد ته ور کړي دي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز په ځواب کې ویلي، چې د امریکا له مرستو پرته هم پاکستان د خپلو ملي ګټو لپاره د ترهګرۍ ضد هڅې کوي.

د جنرال قمر جاوېد باجوه په خبره، پاکستان د افغان وګړو د عملیاتو له امله د امریکا پر اندېښنو پوهېږي او د دې لپاره د دوی پرضد هم ردالفساد عملیات کوي او همدارنګه له پاکستان د افغان کډوالو ستنول مهم بولي.

کله چې امریکا پاکستان ته خپلې مرستې وځڼدولې، ورپسې اسلام اباد افغان کډوالو ته یوه میاشت وخت ور کړ چې له دغه هېواد ووځي.

* امریکا: د طالبانو او حقاني شبکې پټنځي پاکستان کې دي

* پاکستان افغان کډوالو ته میاشت وخت ورکړی چې افغانستان ته ستانه شي

د پاکستان دا ناڅاپي پرېکړه د واشنګټن - اسلام اباد له وروستیو ناندریو سره تړلې بلل کېږي او افغان چارواکي له اسلام اباد غواړي چې سیاسي مسلې له انساني او کډوالۍ مسلو سره ونه تړي.

امریکا له پاکستان غواړي چې دغه هېواد کې د حقاني شبکې، وسلوالو طالبانو او نورو هغو ډلو پرضد عملیات وکړي چې افغانستان کې تاوتریخوالي ته لمن وهي.

دا هغه غوښتنه ده چې واشنګټن یې له کلونو راهیسې له اسلام اباد لري.

"د پاکستان دوکه او درواغ"

د انځور حقوق AFP

د روان زیږېز کال په لومړۍ ورځ د امریکا ولسمشر په یوه ټویټ کې وویل، تېره یوه نیمه لسیزه کې له میلیاردونو مرستې سره سره پاکستان امریکايي چارواکو ته له دوکې او درواغ ویلو پرته بل څه ور نه کړل.

" ۱۵کلونو کې پاکستان سره د امریکا ۳۳ میلیارد ډالره مرستې تېروتنه وه، هغوی موږ ته له درواغ ویلو او دوکې پرته بل څه را نه کړل".

د ډونلډ ټرمپ له دې څرګندونو او اسلام اباد ته د مالي مرستو له ځنډولو وروسته پاکستاني چارواکو په غبرګون کې وویل، چې له امریکا سره یې پوځي همکاري او د پټو معلوماتو تبادله ځنډولې ده.