BBC
 شاته

"د پراخو مظاهرو له ویرې لندن ته د ولسمشر ټرمپ سفر لغوه شو"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د برتانیا پارلمان وکیلانو ویلي ولسمشر ټرمپ ته باید دا فرصت ور نه کړل شي چې په پارلمان کې وینا وکړي

د پراخو مظاهرو له ویرې لندن ته د ولسمشر ټرمپ سفر لغوه کړای شو.

دا په لندن کې دچاپیدونکې ګارډین ورځپاڼې د یوه مطلب سرلیک دی او لیکي:

ډونلډ ټرمپ لندن ته خپل سفر چې په پام کې وه راتلوونکې میاشت ترسره شي او په ترڅ کې یې د امریکا د سفارت نوې ودانۍ چې د یو ملیارد ډالرو په لګښت جوړه شوې پرانیځې د پراخو مظاهرو له ویرې لغوه کړ.

ورځپاڼه د دولتي سرچینو له قوله لیکي چې اوس به د ولسمشر ټرمپ پرځای د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن لندن ته سفر وکړي.

ورځپاڼه دغه راز برتانیا ته د ښاغلي ټرمپ د رسمي سفر چې بلنه یې کال وړاندې د برتانیا لومړې وزیرې ورکړې وه لیکي:

په بریتانیا کې فعالانو ویلي چې د دغه سفر پرمهال به د ښاغلي ټرمپ پرضد پراخې مظاهرې وکړي او دغه راز د پارلمان وکیلانو ویلي چې ولسمشر ټرمپ ته باید دا فرصت ور نه کړل شي چې په پارلمان کې وینا وکړي.

د ورځپاڼې د لیکنې له مخې دا په داسې حال کې ده چې تراوسه پورې د دې رسمي سفر لپاره کومه نیټه نه ده په ګوته شوې.

ډیلي ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ملګري ملتونه له پاکستان سره د افغان کډوالو پر وخت غځولو خبرې کوي

د پاکستان ډیلي ټایمز ورځپاڼې دا پوښتنه مطرح کړې چې ولې هغو افغانانو ته چې کلونه کلونه یې په پاکستان کې ژوند کړی د پاکستان تابعیت نه ورکول کېږي؟

ورځپاڼه لیکي چې په افغانستان او په ځانګړې توګه کابل کې د پاکستان پر وړاندې ښه نیت نشته او هېڅوک نه غواړي چې د پاکستان له نوم سره ځانته تړاو ورکړي.

ورځپاڼه لیکي ستونزه یوازې دا نه ده چې افغانستان کې د پاکستان ضد کمپاینونه کېږي د پاکستان ځینو کړونو هم د افغانانو ترمنځ د پاکستان ضد احساساتو ته زمېنه برابره کړې ده.

د مطلب د لیکوال له نظره لکه د افغان کډوالو لپاره اوږد مهال تګلاره نه لرل او د پولو بندول.

ورځپاڼه لیکي په وروستیو کې پاکستان کې د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده یوه میاشت غځول په دې مانا ده چې پاکستان خپله پښه په خپله په ټوپک وولي.