BBC
 شاته

'کابل کې د سړي تښتونکو لویه ډله نیول شوې'

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پولیس د دغو انسان تښتوونکو د نیولو خبره په داسې حال کوي چې دې شپو ورځو کې کابل ښاریان د جنایي جرمونو له ډیریدو اندیښمن دي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو د انسان تښتونکو د هغې لویې ډلې ټول غړي ونیول چې پر کابل سربیره یې په بلخ، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې فعالیتونه کول.

د دغه وزارت چارواکي وایي په دغه ډله پسې پلټنې له هغه وروسته پیل شوې چې د کابل ښار نهمه حوزه کې یې یو سوداګر وتښتاوه او له کورنۍ یې د خوشي کېدو بدل کې پینځه میلیونه ډالر وغوښتل.

پولیس د دغو انسان تښتوونکو د نیولو خبره په داسې حال کوي چې دې شپو ورځو کې کابل ښاریان د جنایي جرمونو له ډیریدو اندیښمن دي.

بل لور ته د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وایي، له تېرو شااوخوا دوو میاشتو راهیسې یې کابل کې د غلو، سړي تښتونکو، شوکمارانو او وژونکو څه باندې شل لویې او کوچنۍ ډلې نیولې دي.

سوداګر د تښتونو له وېرې پانګونه نه کوي

کابل د سړي تښتوونکو یوۀ ډله نیولې

ښاغلی رحیمي زیاتوي، دغې ډلې تېره تله میاشت کې له کابله د حشمت الله په نامه یو سوداګر وتښتاوه او د خوشي کېدو لپاره یې پنځه میلیونه ډالر وغوښتل، چې له پولیسو یې په باب لټون پیل کړ.

کابل کې د انسان تښتونکو او نورو جرمونو بانډونه دومره پیاوړي دي چې تیره اونۍ یې بنایي سیمه کې له پولیسو سره څو ساعته وسله واله نښته وکړه.

همداسې يوې بلې ډلې شااوخوا څلور میاشتې وړاندې د شپې له خوا د کابل مکروریانو سیمه کې د امنیې قومندانۍ د جنایي څېړنو د مشر سالم الماس د ګزمې پر موټرو برید وکړ چې برید کې د نوموړي زغرګاډی څو ګولۍ ولګید.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کابل پولیس وايي د مجرمانو نیولو لپاره یې هڅې ګړندۍ کړې دي

کورنیو چارو وزارت وایي، په تېرو څو میاشتو کې دوی د ګارنیزیون په مرسته د جنایي ډلو د نیولو او ځپلو هڅې ګړندۍ کړې دي.

د دغه وزارت چارواکي ادعا کوي، د دوی د هڅو په ترڅ کې له تېرو څو میاشتو راهیسې کابل کې د جنایي پیښو کچه څلویښت سلنه کمه شوې ده.