د خنځير د سر په مټ د مسلمانو کډوالو د مخنیوي غوښتنه
د اروپايي پارلمان د هنګري یوه غړي د کډوالو د مخنیوي لپاره د خنځیر د سر کارولو غوښتنه کړې ده.
د فیډز واکمن ګوند غړي ګیورګي چوپفلین غوښتنه وروسته تر هغه رامخې ته شوې، چې د هنګري پر سوېلي پوله د ځینو سبزیو انځورونه د خنځير د سرونو په شکل جوړ او ځای پرځای شوي وو.
چوپفلین وايي "د انسان سر حرام دی... د خنځیر سر لا ډېر فعالیت کوي".
هنګري خپلې خاورې د کډوالو پر ورتګ ډېر ټینګ دریځ لري.
د چوپفلین څرګندونې د بشري حقونو د څار ډلې د اروپايي رسنیو د مدیر اندري سټروهلاین د نیوکو په غبرګون کې شوې دي.
سټروهلاین پر چوپفلین تور لګولی و، چې ګني "بهرنیانو ته له دښمنۍ ډک سپکاوی" کوي او هغه یې د "هنګري، اروپا او بشریت لپاره شرم" بللی و.
د ټویټر کاروونکو سټروهلاین "بدغونی" بللی او په توکمپالنې یې تورن کړی.
پر mandiner.hu وېبپاڼې چوپفلین پخپلو څرګندونو کې لیکلي "دا یوه فرضیه او ذهني ازموینه ده".
دی وايي "هېچا ته سپکاوی نه کوم، ګومان نه کوم په دې کې دې سپکاوی وي، چې ووایم د خنځیر سر حرام دی".
په اسلام کې د خنځیر غوښه خوړل حرام دي.
ځینې رپوټونه خپاره شوي، چې تېره اونۍ د لومړي ځل لپاره ځینې سبزۍ د خنځير د سر په بڼه توږل شوې وې.
د هنګري د محافظ لومړي وزیر ویکټور اوربان حکومت خپلې خاورې ته د کډوالو د ننوتلو په اړه سخت دریځ غوره کړی دی.
دا مهال د هنګري پر سوېلي پوله اغزن تارونه لګول شوي او شاوخوا یې امنیتي ګزمې هم کېږي.
د هنګري چارواکي وايي، تېر کال یې څه باندې د یو میلیون کډوالو د وراوښتو مخه نیولې ده، چې هدف یې اروپا ته د هغو ډېری مسلمانو کډوالو مخنیوی دی، چې له منځني ختیځه د جګړو له کبله کډوالۍ ته اړایستل شوي دي.
په تېره اکتوبر میاشت کې هنګري یوه نظرپوښتنه وکړه، چې ایا د کډوالو د الزامي بیا مېشتولو په تړاو د اروپايي ټولنې له تګلارې سره موافقه وکړي او که نه.