BBC
 شاته

"امریکا د پاکستان د ملکي او پوځي مشرتابه جاسوسي کړې"

د "ده انټرسېپټ" په نوم انلاین خبري وېبپاڼې په تازه رپوټ کې موندلې، چې د امریکا ملي امنیت ادارې "اېن اېس اې" د پاکستان د لوړپوړو سیاسي او پوځي مشرانو جاسوسي کړې ده.

د "انټرسېپټ" په رپوټ کې راغلي چې د متحده ایالتونو د ملي امنیت ادارې د پټ پروګرام له لارې په پاکستان کې د ملي اړیکتیايي یا مخابراتي شرکت (اېن ټي سي) کې د مهمو شخصیتونو (وي ای پي) برخه هک کړې وه.

د دې رسنۍ د ۲۰۱۳ کال اپرېل میاشت کې د وړاندې شویو سندونو له مخې دا برخه د پاکستان د "ګرین لاین کمیونیکېشن نېټورک" لپاره ډېره مهم بلل کېږي چې د دغه هېواد د لوړپوړو ملکي او پوځي مشرانو په خدمت کې ده.

د دې رپوټ له مخې، د امریکا د ملي امنیت ادارې د ځانګړو خدمتونو د عملیاتو برخې خبرونه دا ښيي چې څنګه د دې ادارې سافټویر پرله پسې په پاکستان کې اړوند سرورونه نېغ اغېزمن کړي وو.

د یادولو ده چې اډوارډ سنوډن د امریکا د څارګرې ادارې خورا پټه مسوده رسوا کړه.

انګیرنه دا ده چې انټرسېپټ د سنوډن له خوا څو افشا شوي سندونه خپاره کړي دي.