BBC
 شاته

دولتي ځواکونو د تخار خواجه غار ولسوالي له مخالفینو بېرته ونیوله

Image copyright TMIO
Image caption د تخار والي بي بي سي سره خبرو کې وویل د دولتي ځواکونو ترڅنګ د خواجه غار ولسوالۍ په مرکز کې دی

د افغانستان شمالي ولایت تخار کې چارواکي وايي چې د لنډې مودې لپاره د خواجه غار ولسوالي د مخالفینو لاسته لوېدلې او اوس بېرته دولتي ځواکونو نیولې ده.

د تخار والي محمد یاسین ضیا نن دوشنبه (سنبلې/وږي ۲مه) بي بي سي ته وویل، طالبانو تېره شپه شاوخوا دوه بجې د ګاونډي ولایت دشت ارچي ولسوالۍ نه پر خواجه غار برید وکړ او دا ولسوالي یې ونیوله.

هغه وویل، طالبانو پوځي یونیفورم اغوستی و او په دولتي پوځي موټرو کې پر خواجه غار ورغلل.

"طالبانو له پوځي یونیفورم سره چې اوس یې په ډېرو جزییاتو نه پوهېږم، خو کوم ټانګونه چې یې کندوز کې نیولي و، همغو ټانکونو سره دوی ساحې (خواجه غار) ته ننوځی. هلته زموږ لومړنۍ پوستې غافلګیر کوي، ځکه دوی فکر کوي د ملګرو ټانګونه دي، خو هغه د دښمن وي او ورپسې لیکه ماتېږي او دوی د خواجه غار ټولې سیمې نیسې."

ښاغلي ضیا وویل، دولتي ځواکونو د ماورای کوکچې له لارې پر طالبانو برید وکړ او تر شاوخوا ۷ ساعتونو وروسته یې بېرته پردې ولسوالۍ کنټرول ترلاسه کړ.

د تخار والي چې په سیمه ییزو وخت د سهار په ۸:۵۰ دقیقو بي بي سي سره خبرې کولې وویل، خپله د دولتي ځواکونو ترڅنګ د خواجه غار ولسوالۍ په مرکز کې دی.

نوموړي وویل چې اوسمهال د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

"همدا شیبه طالبان له ښار نه وویستل شول، جګړه روانه ده، موږ غواړو دوی تر ګاونډي سیمې [د کندوز] دشت ارچي پورې په شا وتمبوو."

طالبانو درې ساعته وړاندې د خواجه غار د نیولو خبره کړې وه، خو د وروستیو بدلونو په اړه یې څه نه دي ویلي.

په خواجه غار کې د دواړو لورو د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه هم اوسمهال معلومات نشته.

تخار د افغانستان په شمال کې کې له ناامنو ولایتونو دی چې په یو شمېر ولسوالیو کې یې طالبان فعال دي. په تېر یوه کال کې ددې ولایت څو ولسوالۍ د مخالفینو او دولت ترمنځ لاس په لاس شوې.

Image copyright f