شاته

د چمن- سپین بولدګ لاره په درېیمه ورځ هم تړلې وه

افغان سوداګر وايي چي پاکستاني ملېشو د چمن او سپين بولدک ترمنځ لار تړلې چي له کبله يې په ميلیونونو افغانۍ زیان ور اوښتی دی. د یادي لاري د بندیدو نن درېیمه ورځ وه .

د افغان سوداګرو تر ۲۰۰ دووه سوه زیات په تازه میوو بار لاري موټر په سپین بولدک ولسوالۍ کې بند پاته دي.

د کندهار ځايي مقامات وايي چي دوی ته هم د لاري د بندېدو د اصلي عواملو په اړه کره معلومات نشته خو د ستونزي د حل په موخه يې خپلي هڅي پيل کړي.

د کندهار دسوداګرۍ خونو ریس حاجي نصرالله زهیر امریکاغږ اشنا ته وويل چي دا ستونزه هر کال د افغاني مېوو د رسیدو پروخت تکراریږي .

نوموړي زیاته کړه چي د چمن – سپین بولدک د لاري د بندیدو په اړه دوی خصوصي معلومات تر لاسه کړی چي پاکستاني لوري د افغانستان د استقلال د ۹۷ مي کلیزي په ورځ د جشن د لمانځونکو د هغه عمل په غبرګون کي لار تړلې چي پاکستاني لوری يې خپل ملي بیرغ ته سپکاوی بولی .

زهیر وویل" موږ ته داسي ويل شوي چي د جشن په ورځ لمړی پاکستاني سرحدي ملېشه وو کوم د سپکاوي حرکت کړی او په جواب کي يې د جشن لمانځونکو د پاکستان بیرغ ته اور ورته کړی ، خو پدې اړه زموږ دا معلومات موږ شفاهي تر لاسه کړي خو دلاري د بندیدو په وجه موږته په میلیونو افغانی تاوان رسیدلی چي دقیق رقم معلومول يې اوس ناممکن دی".

په ورته وخت کي د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک امریکاغږ ته وویل چي د بهرنیو چارو وزارت له لاري يې هڅي پيل کړي چي د سپين بولدک او چمن ښارګوټو ترمنځ را پیدا شوې شتونزه ژر حل کړي .

نوموړي زیاته کړه" زموږ سوداګرو ته په تیرو ۳ ورځو کې دروند مالي زیان رسیدلي ، د بهرنیو چارو د وزارت سره موضوع شریکه شوې هیله من یو چي ستونزه به ژر حل شي".

په جنوبي ولایتونو کې د چمن – سپین بولدک لار د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترانیزیټ مهمه اقتصادي لار ده چي تر ۹۰ سلنې زیات صادرات په جنوب کې لدې لاري تر سره کیږي .

بلخوا پاکستاني مطبوعاتي پدې اړه ويلي چي افغان لاریون کونکو د پنج شنبې په ورځ په سپین بولدک کې د افغانستان – پاکستان ترمنځ د دوستې پر دروازه د ډبرو وارونه وکړه د هغې کړکۍ او دروازې يې ورماتې کړې .

پاکستاني مطبوعاتو زیاته کړې چي قهریدلو افغانانو له پاکستانه د خپلي کرکې د څرګندولو په موخه د پاکستان بیرغ هم سوځولی .

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي