BBC
 شاته

''د نړۍ یوازینۍ بې درده کورنۍ''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ساینس پوهان وایي دا حالت ښایي له دې امله وي چې ددوی ځینې عصبي مزي سم کار نه کوي.

د یوې ایټالوۍ کورنۍ په تړاو ویل کېږي چې غړي یې په درد یا خوږ نه پوهېږي. پوهان دا د هغوی په جین کې دا نیمګړتیا له هغو کسانو سره د مرستې یوه احتمالي سرچینه بولي چې پرله پسې له درده کړېږي.

۵۲ کلنه لېتیڅیا مارسېلي چې لا کوچنۍ وه وپوهېده چې له نورو انسانانو څخه توپیر لري.

ددې د درد احساس له نورو سره یو ډول نه و، مانا دا چې په اور سوځېدو او آن د هډوکي په ماتېدو هم نه پوهېده. د هغې د کورنۍ پنځه نور غړي هم همدغه حالت لري او درد یا خْوَږ بېخي احساسولی نه شي.

لېتیڅیا بي بي سي ته وویل:

''زموږ ورځنی ژوند ډېر عادي دی، ښایي تر نورو وګړو ښه هم وي، ځکه ډېر لږ ناروغه کېږو، او بېخي کم داسې پېښېږي چې په درد وپوهېږو. که رېښتیا شي په درد، او هغه انګېرنه چې د درد په اړه شته موږ پرې پوهېږو، خو ایله څو ثانیې دوام کوي ''

ساینس پوهان وایي دا حالت ښایي له دې امله وي چې ددوی ځینې عصبي مزي سم کار نه کوي.

د لېتیڅیا مور، دوه زامن، خور او خورزه ټول ددغه حالت نښې لرې چې پوهانو د دوی د کورنۍ نوم پرې ایښی او د مارسیلي پین سینډروم (یا د مارسیلي د درد حالت) یې بللی دی.

د لندن د یونیورسټي کالج وتلی څېړونکی ډاکټر جیمز کوکس وایي د مارسیلي کورنۍ د غړو عصبي مّزي یا رشتې سمې او پرځای دي، خو څنګه چې ښایي کار نه کوي.

دی وایي:

''زموږ پلټنه اوس په دې اړه روانه ده چې دوی ولې د درد ډېره برخه احساسولی نه شي او له دې لارې به دا ګورو چې څه نوي درد کراروونکي درمل موندلی شو او که نه. ''

د پلټونکو ډله چې موندنې یې په ''برین '' یا دماغ نومې مجله کې خپرې شوي، له دغې کورنۍ سره همکاري کوي چې د هغوی د جېنو له خوا څرګندېدونکې ځانګړتیاوې ومومي.

دوی تر څېړنو وروسته د کورنۍ د هر غړي په یوه جېن کې چې ZFHX2 نومېږي، بدلون موندلی دی.

د انځور حقوق LETIZIA MARSILI
Image caption کلنه لېتیڅیا مارسېلي چې لا کوچنۍ وه وپوهېده چې له نورو انسانانو څخه توپیر لري.

دوی وروسته پر موږکانو تجربه وکړه او هغوی یې له دغه جېن پرته ستر کړل چې ورسره جوته شوه چې د هغوی د درد احساس کې بدلون پېښ شوی دی. او کله چې یې نور موږکان له نوموړي جېن سره ستر کړل، ویې لیدل چې بېخي یې درد نه احساساوه.

یوه څېړونکي وویل:

''ددغه جېن د اوښتو پر څرنګوالي نورې پلټنې به چې څه ډول پر احساس اغېز کوي، او ددغسې اغېز نور جېنونه هم شته او که نه، ښایي موږ د درملو د جوړولو له پاره ارزښتناکو موخو ته ورسولی شي. '

ویل کېږي چې دا په نړۍ کې یواځينۍ کورنۍ ده چې دغسې نیمګړی جېن یې په غړو کې لیدل شوی دی.