د ماشومانو درې زره کلن قبرونه
مصري چارواکي وايي، اسوان سیمه کې یې د څلورو ماشومانو قبرونه موندلي، چې درې زره کاله پخوا خاورو ته سپارل شوي.
د تاریخي اثارو مصری وزیر ایمن عشومي وايي، د یوه ماشوم له مړي سره هغه ټوکر هم موندل شوی، چې د مړي حنوط یا مومیايي کولو لپاره استعمال شوی دی.
د وزیر په خبره د دغه ماشوم قبر مصري او سویډني ماهرینو په ګډه موندلی. یوه قبر د ډبرې له توږلو وروسته جوړ شوی، چې درې کلن ماشوم پکې دفن دی.
له قبر نه د لرګین تابوت ټوټې هم موندل شوې. د یوه بل قبر ماشوم مړی په لرګین صندوق کې ایښی او تعویذ او خاورین لوښي هم ورسره موندل شوي دي.
د ماهرینو سویډنۍ ډلې مشره ډاکټر ماریه نلسن وايي، دغو موندنو سره نه یوازې د هغه مهال د تدفین په تړاو معلومات مومو، بلکې د هغه پېر د خلکو ټولنیز، اقتصادي او مذهبي ژوند ژواک په اړه هم خبرېږو.
ډاکټرې نلسن بي بي سي ته وویل، دغه سیمه کې چې جبل السلسله نومېږي، ۶۹ قبرونه موندل شوي دي، چې نیمايي یې کېندل شوي او له کېندل شویو قبرونو تاریخي اثار غلا شوي دي.
مصري او اتریش ماهرینو کوم امبو نومي کلي کې یوه بشپړه هدیره موندلې، چې ویل کېږي څلور زره کاله مخینه لري.