BBC
 شاته

کاناډا کې یو میلیاردر او مېرمن یې مړه موندل شوي

هاني او بري شرمن د انځور حقوق Reuters
Image caption هاني او بري شرمن د کاناډا یو له شتمنو کسانو څخه وو.

په ټورنټو کې د کاناډایي میلیاردر او د هغه د مېرمنې مړي د دوی په کور کې هغه مهال پیدا شول چې پولیس پرې شکمن شوي وو.

د معاملاتو د شرکت یوه کارکوونکي د بري شرمن او د هغه د مېرمنې هاني، مړي د هغوی د کور په زېرخونو کې موندلي.

ښاغلی شرمن د اپوټکس درمل جوړونې شرکت بنسټګر او مدیر و چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې درمل پلورل.

هغه د کاناډا یو له شتمنو کسانو څخه و.

پولیسو په دې اړه تر اوسه ډېر جزییات نه دي ورکړي او د وژل شویو هویت یې هم نه دی تایید کړی، خو د دوی د ملګرو له خوا د هغوی هویت تثبیت شوی دی.

کاناډا کې د افغانستان سفیره شینکۍ کړوخېل کابل ته غوښتل شوې

کاناډا کې پر مسجد بریدګر په قتل تورن شوی

د کاناډا لومړي وزیر جسټین تروډو هم د هغوی په مړینه خواشیني ښودلې او د هغوی له کورنۍ او ملګرو سره یې خواخوږي کړې.

پولیسو په دې اړه څېړنې پيل کړي او وايي چې د جمعې په ورځ له غرمې مخکې د کاناډایي میلیارډر کور ته امبولانس لېږل شوی و.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ددغې جوړې مړي د هغوی د کور له زېرخونې راویستل شول
د انځور حقوق Reuters
Image caption په وروستیو کې دې جوړې خپل کور په پينځه نیم میلیون ډالرو خرڅلاو ته وړاندې کړی و

پولیس زیاتوي هېڅ داسې نښه نشته چې څوک دې د دوی کور ته په زور ننوتلي وي.

په وروستیو کې دې جوړې خپل کور په پينځه نیم میلیون ډالرو خرڅلاو ته وړاندې کړی و، کله چې د ملکي معاملاتو کارکوونکي د کور د خرڅلاو د کارونو لپاره کور ته ورغلي د دوی مړي یې ليدلي.

هغوی څلور اولادونه درلودل.

اپوټکس شرکت د نړۍ مشهورو درمل جوړوونکو شرکتونو په ډله کې اووم مقام لري چې په ۱۹۷۴ کال کې جوړ شوی و.