BBC
 شاته

"د "داعش" درېیمه برخه وسلې اروپايي ټولنه کې جوړې شوې"

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د بي بي سي موندلې چې ځینې هغه وسلې چې اسلامي دولت نومې ډله یې کاروي اروپا کې جوړې شوي

"ډېلي ټیلیګراف" ورځپاڼې "د اسلامي دولت (داعش) درېیمه برخه وسلې اروپايي ټولنه کې جوړې شوې" تر سرلیک لاندې بیروت کې د خپلې خبریالې جوزي اینزور یو مطلب خپور کړی.

ورځپاڼه لیکي، وروستۍ څېړنې ښيي چې دغې ډلې دا وسلې څه ډول ترلاسه کړې او بیا یې د عراق او سوریې په جګړو کې ګټه ترې اخیستې ده.

د ورځپاڼې په وینا، سوریه او عراق کې د "اسلامي دولت" نومې ډلې درېیمه برخه کارېدلې وسلې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو کې جوړې شوې دي.

د مقالې لیکواله وايي، د داعش جنګیالیو تر ډېره په جګړو کې په اتومات وسلو تکیه کوله، چې تر ډېره دا ډول وسلې په رومانیا، هنګري او بلغاریا کې جوړې شوې دي.

د داعش د وسلو په تړاو رپوټ د "وسله والو شخړو" یوه څېړونکي مرکز له خوا په وروستیو کې خپور شوی دی.

امریکايي الوتکو د 'اسلامي دولت' ضد جنګیالیو ته وسلې غورځولې

په راپور کې راغلي، ددغه مرکز څېړنو دا هم په ډاګه کړې ده، چې د داعش له خوا یوه اندازه کارول شوې وسلې په چین کې جوړې شوې.

دا رپوټ د تېرو څو میاشتو په لړ کې له داعش ډلې نه د څه باندې ۴۰ زره وسلو له ترلاسه کېدو وروسته چمتو شوی دی.

ویل شوي دا وسلې داعش وروسته تر هغه ترلاسه کړې، چې د دوی مخالفې جنګېدونکې ډلې له نړیوال ملاتړه برخمنې وې او وسلې یې ورکولې.

د انځور حقوق AFP/ getty
Image caption په راپور کې راغلي، ددغه مرکز څېړنو دا هم په ډاګه کړې ده، چې د داعش له خوا یوه اندازه کارول شوې وسلې په چین کې جوړې شوې.

یاد مرکز وايي، د داعش ضد ډلو لپاره د امریکا او سعودي عربستان له خوا استول شوې وسلې د "اسلامي دولت" ډلې لاس ته په نامستیم ډول لوېدلې دي."د "داعش" درېیمه برخه وسلې اروپايي ټولنه کې جوړې شوې"