BBC
 شاته

ترکیه کابل کې ښځینه پوهنتون جوړوي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي، د ښځينه‌ محصلینو لپاره د دغه ځانګړي پوهنتون پر جوړولو له ترکيې سره له تېرو درېیو کلونو راهيسې خبرې روانې وې

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي، ترکيه په کابل کې د ښځينه‌وو لپاره د شاوخوا ۲۵ ميليونو ډالرو په لګښت یو ځانګړی پوهنتون جوړوي.

د دغه پوهنتون د جوړولو کمېټې مشري د ترکيې او افغانستان د لوړو زده کړو وزارتونو په همکارۍ لومړۍ مېرمن رولا غني کوي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي، د ښځينه‌ محصلینو لپاره د دغه ځانګړي پوهنتون پر جوړولو له ترکيې سره له تېرو درېیو کلونو راهيسې خبرې روانې وې چې اوس يې لومړني کارونه پېل شوي دي.

د دغه وزارت ویانده عارفه پيکار وايي، په نږدې وخت کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ په دې اړه هوکړه لاسلیک او د پوهنتون د جوړولو عملي چارې پېل شي.

افغانستان او ترکیه د همکاریو سند لاسلیکوي

د ترکیې حکومت د افغان - ترک ښوونځیو تړل غواړي

د آغلې پېکار په وېنا، د پلازمېنې کابل مرنجان غونډۍ ته څېرمه چې د نادرخان په نوم هم پېژندل کېږي، د دغه پوهنتون لپاره يې ځمکه ترلاسه کړې ده:

'په دې ترڅ کې د کرنې وزارت ۶۲ جریبه ځمکه راکړې او پوهنتون به د مرنجان غونډۍ سره ودانېږي.

نوموړې زیاتوې چې د افغانستان او ترکیې د لوړو زده کړو وزارتونو د توافق سره سم جوړېږې، یوازې د ښځینه وو لپاره به وي او په درېیو برخو طبي علومو، ساینس او ټولنیزو علمو برخه کې زده کړې وړاندې کړي.

آغلې پيکار وايي، پر دغه پوهنتون شاوخوا ۲۵ مېلیونه ډالره لګښت راځي چې د پراختیايي پروژو پلې کوونکې ترکۍ اداره 'ټيکا ' يې ورکوي.

آغلې پيکار همدا راز وايي، افغان حکومت غواړي د ولسمشريزو ټاکنو پر مهال افغان مېرمنو سره خپله هغه کړې ژمنه پر ځای کړي چې دوی ته به په نړيوالو معیارونو د برابرو لوړو زده کړو زمينه برابروي او په دې برخه کې به فرصتونه ورته ډېروي.

د انځور حقوق AFGHANTURK
Image caption د لوړو زده کړو وزارت داسې مهال په کابل کې د پوهنتون د جوړولو خبره کوي چې څو ورځې مخکې د افغان-ترک ښوونځيو ادارې وویل، څلور ښوونکي يې تري تم شوي

د لوړو زده کړو وزارت داسې مهال په کابل کې د پوهنتون د جوړولو خبره کوي چې څو ورځې مخکې د افغان-ترک ښوونځيو ادارې وویل، څلور ښوونکي يې تري تم شوي او د افغان امنيتي ځواکونو له لوري يې د نجونو یو ښوونځی پلټل شوی دی.

دې چارې د دغو ښوونځيو د مسوولانو، د ښووونکو او زده کوونکو د کورنيو اندېښنې زیاتې کړې دي.

په ترکيه کې تر ناکامې کودتا وروسته له افغان حکومته د دغو ښوونځيو د تړلو غوښتنه شوې وه. ځکه چې دا ښوونځي د ولسمشر رجب طيب اردوغان د سیاسي مخالف فتح الله ګولن اړوند ښوول شوي. ښاغلی ګولن د هغې کودتا پر سمبالولو تورن دی.